Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»نورستان سېلاب ځپلو ته مرستندوی ځواکونه او مرستې رسېدلي؛ ۱۰۵ کسان نادرکه او ۱۱ جسدونه موندل شوي
    افغانستان

    نورستان سېلاب ځپلو ته مرستندوی ځواکونه او مرستې رسېدلي؛ ۱۰۵ کسان نادرکه او ۱۱ جسدونه موندل شوي

    عمران آغاعمران آغا21 جولای 2026څرگندونې نشته1 دقیقه لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، چې د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي، چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

    نوموړي ویلي، چې د یادې قول اردو ځواکونه له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د ژغورنې او مرستې رسولو په عملیاتو بوخت دي.

    د هغه په وینا، د قول اردو د رهبرۍ پر سپارښتنه ختیځ زون ته تازه دمي ځواکونه استول شوي او د سېلاب ځپلو لپاره خوراکي توکي هم چمتو شوي، چې سیمې ته له رسېدو سره سم به پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

    بلخوا د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم د پارون سېلابونو د وروستیو جزئیاتو په اړه ویلي، چې تر اوسه ۱۰۵ کسان نادرکه دي او ۱۱ جسدونه موندل شوي او خلکو ته د سېلابونو له امله شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی دی.

    تر اوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو ورکړل شوي ارقام لا هم لومړني دي او د ژغورنې او ارزونې د دوام له امله ښايي بدلون ومومي.

    مخکینۍ مقالهامريکا او ايران د پرلپسې لسمې شپې په ترڅ کې هم پر يوه بل درانه بريدونه کړي
    راتلونکي مقاله په منځني ختیځ کې د ایران بریدونو له امله نږدې ۱۰۰ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    مربوطه لیکنې

    په درې ولایتونو کې ۱۳۴۵ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې ځمکې وېشل شوي

    15 اکتوبر 2026

    میدان وردګو کې د مجاهد په نوم موزیم پرانیستل شو

    15 اکتوبر 2026

    د اوبو او انرژۍ وزیر د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره کتلي

    14 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سل ثانیې خبر 16 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    ورځ او نېټه: جمعه، ١۴۰٥/٧/٢٤ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    16 اکتوبر 2026

    حزب الله له اسرائيل سره د يوې پراخې جګړې لپاره پر چمتووالي بوخت دی

    16 اکتوبر 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: د ایران پر وړاندې اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

    16 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،143 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.