د نورستان د احصایې او معلوماتو ریاست وايي، په تېر ۱۴۰۲ل کال کې په ټولیز ډول ۲۳زره او ۵۸۸ کسانو ته پېژندپاڼې وېشل شوي، چې ۷زره یې او ۶۹۱ برېښنايي او ۱۵زره او ۸۹۷ نورو یې کاغذي پېژندپاڼې اخیستې دي.

د نورستان د احصایې او معلوماتو ادارې مشر قدرت الله شمشېر وايي، د مرکز په گډون د دې ولایتو په اوو ولسوالیو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او پرو سږکال د یادو دفترونو له لارې توانېدلي، چې شااوخوا ۲ زره کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ژوند پېښو اړوند چوپړتیاوې وړاندې کړي.: «په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانگې فعالې دي، چې لومړۍ څانگه په مرکز پارون او دویمه هغه یې په برگمټال ولسوالۍ کې ده، چې په ورځني ډول غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.»

که څه هم د احصایې او معلوماتو اداره په هېواد کې زرگونه خلکو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش خبره کوي؛ خو لا هم په هېواد کې د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستل د کاغذي پېژندپاڼو په پرتله کم دي.

خلک له یادې ادارې څخه غوښتنه کوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانگې ډېرې کړي او د کاغذي پېژندپاڼو د وېش چارې دې بندې کړي، چې ټول خلکو د اوسني عصر سره سم برېښنايي پېژندپاڼې ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version