کابل ښاروالي وايي، د ملگرو ملتونو د پروژې خدمتونو په مرسته یې د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه‌زمان خان د خدایداد سیمه کې د ۲۴۰ مترو په اوږدوالي او د ۴ مترو په سور سره د دوو کوڅو د کانکرېټ چارې روانې دي.

له کابل ښاروالۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه پروژه کې د لښتیو او د ۲۶مترو په اوږدوالي د یو استنادي دېوال جوړول هم شامل دي، چې تر دې دمه یې ۸۰ سلنه چارې مخته تللې او د یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو کوڅو د کانکرېټ وروسته به د سیمې خلکو شته ستونزې هوارې شي.

کابل ښاروالي د هېواد له هغو ادارو څخه گڼ کېږي، چې په لنډه موده کې یې د کابل ښار بڼه بدله کړه او گڼې رغنیزې چارې یې اوس هم تر کار لاندې دي.

د کابل ښاروالي د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د سړکونو، کوڅو، څلور لارو او نورو رغنیزو چارو کارونه روان دي، چې ورسره سلگونه کسان هم په کار بوخت شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version