د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانگړي حکم پر بنسټ د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د پینځهسوه یتیمانو لپاره د عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه برخمن هستوگنیز ښارگوټي تفصیلي پلان د دغه وزارت له چارسمبالي وزیر حمدالله نعماني او د دې وزارت د ښاري پراختیا مرستیال مدار علي کریمي بامیاني له لوري منظور شو.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد هستوگنیز ښارگوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لگښت چارې یې د قطر شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پرمخ وړل کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، یاد ښارگوټی به د اوسني عصر ټولې اسانتیاوې ولري او یوازې یتیمانو لپاره ځانگړی شوی دی.
هلمند د امریکايي یرغل پر مهال د معرکې لومړی کرښه وه، چې امریکايي او برېتانوي عسکرو پکې سختې ماتې ومنلې.