رحمت الله فیضان

د روان ۲۰۲۴م میلادي کال د فبروري میاشتې په اتلسمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري دوه ورځنی کنفرانس پیل شو، دې کنفرانس ته د اروپایي هیوادونو، امریکا، عربي هیوادونو، لکه قطر او اماراتو، همدا راز د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو لکه ایران پاکستان او چین خاصو استازو ترڅنګ یو شمېر د افغانستان په نامه هغه څېرې ور بلل شوې وې، چې نه په ولس کې ریښه لري او نه هم د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو منځ کې له اثر و رسوخ څخه برخمن دي، ور بلل شوي وو.ملګرو ملتونو د غونډې له پیل وړاندې هڅه وکړه چې د افغان حکومت د استازو ګډون هم له ځان سره ملګری کړي، که څه هم اسلامي امارت د افغانستان لپاره د دوحې ناسته ښه فرصت وباله ترڅو په دغه ناسته کې پر اختلافي ټکو منتج بحث وشي، خو اسلامي امارت په دې ناسته کې له ګډون وړاندې د ځینو شرطونو په وضعه کولو سره د دوحې په کنفرانس کې ګډون ته چتموالی وښود.د افغان حکومت په مهمو شرطونو کې یو شرط دا یاد شوی چې اسلامي امارت به د یوازیني مسؤول اړخ په توګه د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي او د دوحې ناستې کې به د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمنځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د خبرو زمینه برابریږي.ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه تل د افغانستان له اوسني حکومت سره د تعامل په پراخولو ټینګار کوي، خو نه یې تر اوسه د دې ناڅرګند تعامل څرنګوالی تعریف کړی او نه یې د دوحې په کنفرانس کې د اسلامي امارت مشروع غوښتنې ومنلې.د ملګرو ملتونو له دې کاږه چلند څخه معلومیږي چې دوی په خپله وینا او عمل کې رښتينې نه دي، د دې پر ځای چې د افغانستان عیني ځمکني واقعیتونه په نظر کې ونیسي، د بې اجنډا غونډو په جوړولو سره د بنسټیزو مسایلو پرځای د فرعي مسایلو په شاربلو سره غواړي نړیوال عامه اذهان منحرف کړي، په افغانستان او منطقه کې د غربي ګټو د دوام او ساتنې لپاره د افغانستان اوسنی آرام وضعیت ترینګلی او زموږ په هیواد کې نوې لوبه پیل کړي.پر افغانستان غربي یرغل ثابته کړه چې ملګري ملتونه او غرب د افغانستان د قضیې او کشالې اصلي لوبغاړي وو، دوی نشي کولی چې د افغانستان د ولس هیلي او آرزوګانې انعکاس کړي او زخمونو ته یې پټۍ جوړه کړي.د دوحې د غونډې له پیل وړاندې شنونکو وړاندوینه کړي وه، که چیرته په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت استازي ګډون ونه کړي دا کنفرانس به خپل اهمیت له لاسه ورکړي او که افغان دولت له مشخصو غوښتنو پرته په دې غونډه کې ګډون وکړي له شک پرته به د افغان دولت سیاسي موقف ته به زیان ورسیږي.په دوحه کې د ملګرو ملتونو سازمان د کنفرانس یوه عمده موخه دا وه چې د فریدون سینیور اوغلو په نامه ترکی د خپل ځانګړي استازي په توګه د افغانستان په موضوع کې ور تخته کړي، خو د ملګرو ملتونو له دې پرېکړي سره افغان دولت لا پخوا خپل توند مخالفت څرګند کړی و.له دوه ورځني سلا مشورو وروسته په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د دوحې ناسته پایته ورسیده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه سلا مشورې کوم ځای ونه نیو او نه هم ګډون کوونکو هېوادونه په دې برخه کې کوم توافق ته سره ورسیدل، په دې سره د اسلامي امارت د ډیپلوماسي دستګاه لومړی سوک د ملګرو ملتونو څټ ته ورکړ او د شنونکو هغه وړاندوینه هم رښتیا وخته چي ویلي وو د افغان حکومت له ګډون پرته به د دوحې غونډه ناکامه شي. اسلامي امارت په خپل سیاسي بصیرت سره د دوحې په نمایشي کنفرانس کې په نه ګډون سره ثابته کړه چې د افغانستان اوسنی نظام د تېر په څېر د چا تر اغیز لاندې نه راځي، افغان حکومت د څه باندې دوو کلونو په موده کې وښودله چې نور به افغانستان د تېرو شلو کلنو په څېر د ناکامو تجربو د تکرار ډګر نه وي او نه به هم یو اړخیزو تحمیلي پرېکړو او فشارونو ته تن ورکړي، اسلامي امارت د تېر په څېر خپل سیاسي موقف ته وفاداره دی، نه د خرڅ شویو غرب پاله افغانانو په څېر تطمیع کیدلی شي او نه هم خرڅیدلی شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version