ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۷/۲/۱۶ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_اترا: راستنو شویو افغانانو ته تر ۲۰۰ زره وړیا سیمکارتونه وېشل شوي.

۲_مالیې وزارت: تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۶۶ ټانکره بې‌کیفیته نفتي توکي مسترد شوي.

۳_‏د بامیانو ولایت لرې پرتو سیمو کې د لس مخابراتي انتنونو د جوړېدو چارې پیل شوې.

۴_هرات کې د دوه کورنیو ترمنځ شپږ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

۵_تورخم کې ۱۵ ټنه خراب او په ناروغيو ککړ ليمو بېرته پاکستان ته ګرځول شوي.

۶_ننګرهار کې د يوناما دفتر نوي ځای ته انتقالېږي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_لکي مروت کې د پاکستاني طالبانو بمي برید، شپږ پوځیانو وژلي او ټپیان کړي.

۲_د ایران سیسان او بلوچستان ولایت کې د پولیسو پر مرکز وسله‌وال برید شوی.

۳_بلوڅ‌ بېلتون‌پالو په یو لړ بریدونو کې پنځه پاکستاني پوځیان وژلي.

  • [ ] منځنی ختیځ:
    ۱_تېر ۲۴ ساعتونه غزه کې څه کم ۵۰۰ فلسطيني وګړي شهيدان او ټپيان شوي.

۲_تسنیم خبري اژانس: د غزې پر ختیځ د اسرائیلي رژیم په بریدونو کې د خلیل الحیه دوه وریرونه شهیدان شوي.

۳_غزه کې د لوږې له امله د شهیدانو شمېر ۲۱۷ تنو ته لوړ شوی.

۴_لسګونه زره اسرائیلیانو تېره شپه د غزې د اشغال طرحې پر ضد لاریون وکړ.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_د عراق د کابینې څلور وزیران د فساد په تور محکمې ته پېژندل شوي.

۲_سپينه ماڼۍ د الاسکا غونډې ته د زيلينسکي پر بلنې غور کوي.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version