د سټنډرډ ملي اداره وايي، د نیمروز په بندر له لارې د ۱۱ ټانکره بې‌کیفیته تېلو د واردولو مخه نیول شوې ده.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د سټنډرډ ملي ادارې د څار په پایله کې ۱۱ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ایران ته گرځول شوي دي.

په خبرپاڼه کې له ټولو سوداگرو غوښتل شوي، چې هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د واردولو څخه ډډه وکړي او سم توکي دې وارد کړي.: «د سټنډرډ ملي اداره له ټولو ملي سوداگرو څخه غواړي چې د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب په نظرکې نیولو سره د ماشینونو، وسایلو او وسایطو د ساتنې په موخه هېواد ته له سټنډرډونو سره سم توکي وارد کړي.»

د سټنډرډ ملي اداره د هېواد په ټولو بندرونو کې د هغو توکو مخه نیسي، چې کیفیت یې خراب وي.

د یادې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو دوو میاشتو کې یې ایران ته ۱۶۰ ټانکره بې‌کیفیته تېل بېرته ورگرځولي دي.

که څه هم اوس د هېواد په گمرکونو کې د ټولو وارد شوو توکو سمه څېړنه کېږي؛ خو لا هم هره اوونۍ افغانستان ته سلگونه ټنه بې‌کیفیته توکي واردېږي، چې ډېره برخه یې درمل او خوراکي توکي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version