د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د سختې لوږې او قحطۍ له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځو نورو فلسطینیانو هم خپل ژوند له‌ لاسه ورکړی.

وزارت زیاته کړې، چې له دې سره غزه کې د لوږې له امله د فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۱۷ ته رسېدلی. ویل شوي د شهیدانو له‌ ډلې ۱۰۰ تنه یې ماشومان دي.

فلسطیني چارواکي دغه راز غزه کې د سختې لوږې د دوام خبر ورکوي او زیاتوي، چې که نړیواله ټولنه ژر اقدام ونه کړي، روان بشري ناورین به لا پراخ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version