د هرات ځايي مسوولین وايي، د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه پروژه پرانیستل شوې ده.

د هرات د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاده پروژه د کهسان ولسوالۍ په کمانه کلي کې جوړه شوې، چې ۳۲ مېلیونه افغانۍ لگښت پرې راغلی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د څښاک د اوبو یاده پروژه د یونیسف په مالي مرسته جوړه شوې، چې ۱۲۰۰ کورنیو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال په هرات کې د څښاک اوبو د پروژو سربېره په ځینو ولسوالیو کې د چیکډیمو د جوړولو چارې هم روانې دي، چې ځینې پروژې پرانیستل کېدو ته نږدې شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په گڼو ولایتونو کې د څښاک اوبو لسگونه پروژې پلې شوې دي، چې زرگونه کورنۍ ترې برخمنې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version