د کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې څه‌باندې ۱۰۰۰ تنو په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې او له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کسان له ۱۰ نه تر ۱۶ میاشتو په موده کې تر پرله‌پسې درملنې لاندې وو، چې اوس یې بشپړه درملنه شوې او خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.

په خبرپاڼه کې د هرات امنیه قومندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې مدیر حیات الله روحاني له قوله ویل شوي، چې یاد شمېر روږدي کسان د هرات ښار او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، چې تر درملنې وروسته روغ شوي او خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.

نوموړي له روغ شوو کسانو څخه وغوښتل، چې بېرته دې نشه‌يي توکو ته مخه نه کوي، بلکې په ټولنه کې دې د یو سالم انسان په توگه ژوند وکړي.د روحاني په خبره، اوسمهال په هرات کې ۵۰۰۰زره تنه تر درملنې لاندې دي، چې له رغېدو وروسته به خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

له جمهوریت څخه په میراث څه باندې درې مېلیونه په نشه‌يي توکي روږدي کسان اوسني حکومت ته په میراث پاتې دي، چې اوسمهال د زرگونو تنو درملنه شوې ده او زرگونه تر درملنې لاندې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version