د هند بهرنیو چارو وزارت ویلي، د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ تېره ورځ پنجشنبه د دیپلوماتیکو چېنلونو له لارې د اڼومي تاسیساتو لیستونه تبادله شوي دي.

د بي‌بي‌‌سي د راپور له مخې، دغه لیستونه د یوه او بل پر اتومي تاسیساتو د برید نه کولو هوکړې له مخې تبادله شوي دي.

د دې هوکړې له مخې هند او پاکستان هر کال د جنوري پر لومړۍ نېټه یو بل ته د هغو اتومي تاسیساتو او کارځایونو په تړاو معلومات ورکوي، چې د دې تړون په چوکاټ کې راځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version