‏د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې په ټول هېواد کې د درملتونونو د بيا ځلي سروې او الکټرونیکي کېدو لړۍ پیل شوې.

نوموړي د دې سروې موخه د جواز لرونکو او بې جوازه درملتونونو تثبيت، الکټرونیکي کېدل او د بې جوازه درملتونو پر وړاندې لازم اقدامات ترسره کول ياد کړي.

ښاغلي زمان زياته کړې، چې د سروې لپاره شاوخوا ٦٠ ميليونه افغانۍ بوديجه ځانګړې شوې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version