پاکستاني طالبان د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايي، چې په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر خپلسري او د استخباراتي کړیو ملاتړي کسان هڅه کوي خلک د داخلي شخړو او کورنۍ جګړې لوري ته بوزي.

اعلاميه همدا راز وايي، د پاکستاني حکومت دا کړنې د هېواد د بدامنۍ، بې‌ثباتۍ او شتمنیو د کنټرول لپاره ترسره کوي، ترڅو مشخصې ادارې خپلې ګټې پکې خوندي کړي او د هېواد د پرمختګ، سولې او اسلامي نظام مخنيوی وکړي.

پاکستاني طالبانو زياته کړې چې په دې اړه یې بار بار په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د دوی هدف یوازې هغه نظامي ادارې دي چې د ولس د حقوقو تر پښو لاندې کولو، بې‌عدالتیو او زور زیاتیو مسؤلې دي، نه عام وګړي، سياسي ګوندونه او نور خلک.

د پاکستاني طالبانو په اعلاميه کې همدا راز په دې وروستيو کې د ولسي خلکو له لوري د حکومت د ورته شومو موخو د مخنيوي هڅې ستايل شوي دي، او خبرداری یې ورکړی چې د پښتونخوا د ډير ضلعې په ولسوالۍ کې هم پاکستاني حکومت د ولسونو ترمنځ د کرکې خپرولو پروژه روانه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version