افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په يوه اعلاميه کې، پر افغانستان د پاکستاني رژيم د وروستیو بریدونو له امله د ملکي او بې ګناه وګړو شهادت او ټپي کېدل تاييد‌ کړي.

یوناما ویلي «د افغانستان په ختيځ کې د پاکستان د هوایي برید له کبله ١٣ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ٧ نور ټپیان دي.»

ياد سازمان زياتوي، چې د پاکستاني رژيم دا بريدونه د فبرورۍ ۲۱مه د شپې ۱۱:۴۵ دقیقو څخه د فبروري تر ۲۲مې د سهار تر ۱۲:۴۵ دقیقو پورې د ننګرهار ولایت په بهسود او خوږیاڼیو ولسوالیو کې ترسره شوي.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ، پر دې سربېره د پاکستاني رژيم له لوري پکتيکا ولايت کې د يوه جومات او مدرسې په نښه کول هم تاييد او سم بللي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version