د بهرنیو چارو وزیر، مولوي امیرخان متقي د سياسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستيالې، روزميري ډيکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې ښاغلي متقي د پاکستاني رژیم وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د تيرو څلورو کلونو په اوږدو کې د یاد رژیم له لوري په ورته بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په یادو بریدونو کې هېڅکله داسې کوم وسلهوال نه دی په نښه شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون ادعا کوي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې په افغانستان کې وسلوالي ډلي شتون نه لري او «د کور دیپلوماتيک» په ګډون ټول لوري کولای شي د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.
له بل لوري د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په وروستي بريد کې پر ملکي مرګژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دې چې د هوایي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هیوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کوي.
