انسانان دوه ډوله وي؛ يو هغه چې له اول تر آخره ثبات لري او په يو حالت پاتي وي، بل هغه چې له وخت سره بدلون مومي او اصلا ثبات نه لري او زموږ په نزد همدا په يوه ټولنه، سياسي ګوند او نظام هم اطلاق کيږي.
بعضې ټولنې او سياسي ګوندونه يا نظامونه ثابت پاتي کيږي او ډير کم داسې راځي چې د فکر، تګ لارې او ليد لوري بدلون پکې راشي؛ خو بعضې ټولنې او سیاسي ګوندونه اصلا ثبات نه لري، نه ليد لوری او تګلاره او نه هم د دغو شيانو پروا لري.
د دې پورته خبرې د ثبوت په خاطر موږ د سياسي ګوندونو او يا هم نظام دوه بيلګې وړاندې کوو، لکه نظام د پاکستان او سياسي ګوند شمالي ټلواله. دا دواړه هيڅ تګلاره، لوری او ثبات نه لري، بلکې د وخت سره چرخ خوري او د هيڅ شي پروا نه لري، بلکې دوی ته له ليد لوري، تګلاري او ثبات څخه زیات خپلې موخې او ګټې مهمې دي او اولویت ورته لري.
شمالي ټلواله د نړۍ يو د ګوتو په شمیر له هغو ګوندونو څخه ده چې د وخت په تېرېدو سره د هر نظام په راتګ سره بدله شوې او هر ډول ته يې اتڼ کړی. همدا ټلواله وه چې د پاکستان يو له سترو متحدينو څخه وه ان تر دې چې د افغانستان د جهاد په دوران کې یې د هغه وخت د پاکستان د ولسمشر ضيا الحق د مړينې رسمي فاتحې واخستلې او انځورونه يې په خپلو دفترونو کې را ځوړند کړل. ښه مثال يې د پخواني په نوم جمعيت مشر برهان الدین رباني، د پنجشير خود ساخته اتل احمدشاه مسعود او… او… دي؛ او تر دې هم ښه مثال د خود ساخته امپراتورِ بلخ انځورونه، ويډيو او نور ډير توکي دي چې لا هم په ميډيا کې پراته دي.
پاکستان تر هغې د دوی يار او اقا و چې تر کومه د دوی ګټې وې، خو چې د ارواښاد مشر ملا صاحب په راتګ چې دوی له کابل او د افغانستان له نورو ولايتونو ګيلک ټول او تر پنجشير محدود شول نو پاکستان يې دښمن شو او د پاکستان دغه دښمني يې هم موقتي او د حالاتو او ګټو تر څرخ پورې وه.
ټلواله چې د امريکا په ټانګونو سپاره کابل ته راغله، اولنی شعار يې د پاکستان پر ضد د دښمنۍ ؤ. دوی دغه دښمني يواځې تر شعاره محدود کړې وه، خو په حقیقت کې د ټلوالې د ډيرو غړو کورنۍ د اسلام آباد، لاهور او کراچۍ ته د تګ فوق العاده ويزې لرلې.
د دې خبرې د ثبوت لپاره دا کافي ده چې په کابل کې د پاکستان د سفارت د شا او خوا د امنيت او ساتنې ذمه جنرال جرات اخيستې وه. او هغه وخت چې څوک کابل کې د پاکستان سفارت ته تلل يا يې ويزې اخستلې هغوی به په سلګونو کرته تورې لنډ کروزرې ليدلي وي چې د اسلام آباد سفارت مخې ته درېدلې او د ټلوالې د غړو کورنۍ، ښځينه او ماشومان به ترې ښکته شول او فوق العاده ويزې به يې په څو دقيقو او ساعتونو کې اخستلې.
د همدې ټلولې غړو به شپه ورځ يوه کړې وه او پاکستان پسې به يې پروپاګند کاوه، خو بلخوا به بيا همدوی په اسلام آباد، لاهور او کراچۍ کې ليدل کېدل.
کله چې جمهوريت سقوط او فتحه راغله، همدا د ټلوالې ډله په پاکستانۍ الوتکه کې اسلام آباد ته لاړل نه؟ ایا په هغې کې د رباني زوی صلاح الدين، د مسعود ورور احمد ضيا، رحماني او نور شامل نه وو او اسلام آباد ته ونه تښتېدل؟ حال دا چې دوی پوره شل کاله د پاکستان په مخالفت، دښمنۍ او پروپاګند او چغو خپل ستوني وشکول.
دا څو ورځې وړاندې چې د پاکستان او هند ترمنځ په کشمير کې جنجال جوړ شو او يو بل يې سره وويشتل، همدا د ټلوالې غړو له نورو مخکي د پاکستان ملاتړ ونه کړ؟ او همدوی د هند په ضد د پاکستان ملاتړ ونه کړ؟ پښتانه متل کا «واده څه پټ مېړه نه دی چې تېر به شي» نو خبره دا ده چې ټلواله يواځې د پاکستان دوستان نه وه، بلکې ټلواله اصلا له افغانانو پرته له بل چا سره دښمني او مشکل نه لري او نه یې مخکې درلود، بلکې هر څه روښانه دي.
دوی شل کاله د پاکستان پر ضد تبليغات، کمپاين او تلويزونونو کې ګرم بحثونه وکړل او دا بيچاره ملت يې په دې يقيني کړ چې هو تاسو رښتيا هم د پاکستان دښمنان ياست او همدا تاسو د هيواد رښتيني بچيان ياست، ځکه همدا د دوی د رښتينولي او د اصیلتوب لپاره بس ده چې کابل لا فتحه نه و خو دوی بيا اسلام آباد کې ناست وو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.