پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا ټانک ولسوالي کې د پولیسو یوه امنیتي مرکز ته څېرمه له چاودېدونکو توکو ډکې ریکشې ته چاودنه ورکړې، چې په ترڅ کې یې یاد مرکز په بشپړ ډول ویجاړ شوی.

له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، ریکشه له وړاندې د پولیسو مرکز څنګ ته درول شوې وه، له لرې چاودنه ورکړل شوې.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، په دې چاودنه کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو د چاودنې مسؤولیت منلی او دا یې د الخندق عملیاتو برخه بللې ده.

تر اوسه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version