له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د جنوبي وزیرستان د مکین ولسوالۍ په دشکه سیمه کې د پاکستاني پوځ لخوا پر ولسي وګړو يو ډرون برید شوی، چې له امله یې د ښوونځي پنځه زده‌کوونکي ټپیان شوي او یو بل شهید شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې ټپي شویو ماشومانو له‌ډلې څلور تنه یوه سیمه‌ییز روغتون ته د درملنې لپاره او پاتې دوه نور رزمک روغتون ته لېږدول چې یوه د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، د سیمې خلکو د دې پېښې پر ضد په مکین کې لاریون پیل کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر خلکو د پاکستاني پوځ له‌خوا ډرون او هوایي بریدونه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version