له پښتونخوا څخه د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو پرون ورځ د جنوبي وزيرستان، شمالي وزيرستان، چترال، ټانک، خيبر او باجوړ سيمو کې پر حکومتي پوځيانو، عسکرو او استخباراتي کارکوونکو شاوخوا ۱۵ بېلابېل تعرضي، چريکي، کمين او د ماين چاودنې بريدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې پوځيانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچينې په خبره، د يادو بريدونو له ډلې یې مهم هغه د خيبر ولايت په جمرود سيمه کې د چاپې په نيت راغليو پوځيانو ته د پاکستاني طالبانو له لوري کمين ورکول و، چې له شاوخوا اته ساعتونو مخامخ جګړې وروسته پوځيان له ماتې سره مخ شوي او له درنې مرګ‌ژوبلې وروسته له سيمې څخه تښتېدلي دي.

ياده دې وي، چې پاکستاني طالبانو په دې وروستيو کې د پاکستان د حکومت پر وړاندې خپل بريدونه تر بل هر وخت ډېر کړي او د پام وړ سيمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version