د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې د وروستیو اورښتونو له امله د نغلو، سروبي او ماهیپر بندونو د برېښنا په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

دغه شرکت د دو شنبې ورځ د حمل په ۲۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو څو ورځو اورښتونو له امله د برېښنا په تولید کې زیاتوالی راغلی دی.

په اعلامیه کې راغلي: ” د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په نغلو، سروبي او ماهیپر برېښنا بندونو کې ١٣٦٠ میګاواټه برېښنا زیاته شوې ده”

د تېرو درې ورځو را پدیخوا په ټول هېواد کې پرله پسې اورښتونه شوي دي، چې په ځینو ولایتونو کې سخت سیلابونه هم راوتلي دي.

بل لور ته راپورونه وایي، چې په فراه ولایت کې د سیلابونو له امله درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د تېرو دوو ورځو راپدیخوا په فراه ولایت کې د سیلابونو له امله درې تنو خپل ژوند بایللی دی.

د سرچینو پر وینا، د فراه ولایت د مرکز اړوند د نوبهار سیمې دوه تنه اوسېدونکي، چې د میلې لپاره “پشترود” ولسوالۍ ته تللي و، د سیلابونو د راوتلو له امله یې ژوند بایللی.

همداراز ویل شوي، چې یو ماشوم هم د همدې ولایت د “چمن” ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سیلاب د راوتلو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دې ور اخوا رسنیو ویلي، چې د سمنګان ـ بلخ لویه لار هم د سیلابونو د راوتلو او غر ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

همدا راز په کندهار، هلمند او بادغیس کې درې تنه د تندر لوېدو پېښه کې وژل شوي او د څلورو نورو د ټپي کېدو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د وروستیو څو ورځو اورښتونو او سیلابونو له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زیانونو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د درې ورځو پر له پسې اورښتونو له امله د اوبو کچه زیاته شوې، سیلابونه راوتلي او خلکو ته یې سخت مالي زیانونه اړولي دي.

د راپورونو پر اساس ویل شوي، چې د ځینو ولایتونو د یو شمېر ولسوالیو لارې هم د اورښتونو او سیلابونو له امله له مرکزونو سره تړل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version