د پاکستان د بېړنیو پېښو ملي ادارې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دغه هېواد د په بېلابېلو ايالتونو کې د سختو بارانونو له امله ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۷۷ نور ټپیان شوي دي.

راپور زیاتوي، چې دغه مرګ‌ژوبله د سېلابونو، د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د جون میاشتې له ۲۶مې نېټې راهیسې تر دې دمه په ټول پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۸۷ تنه مړه شوي او ۴۹۱ نور ژوبل شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version