Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»پخواني جنایتکاران د افغان وژنې پروژې په لټون یو ځل بیا د استخباراتي کړیو په پنجو کې
    تورې څېرې

    پخواني جنایتکاران د افغان وژنې پروژې په لټون یو ځل بیا د استخباراتي کړیو په پنجو کې

    صابر افغانصابر افغان9 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د کورنۍ جګړې لوبغاړو یو ځل بیا د پاکستاني استخباراتو (آی ایس آی) په مرسته هڅې پیل کړي، چې د افغانستان ولس د تېر په څېر یو ځل بیا د پردیو استخباراتي کړیو په مرسته په وینو ولمبوي؛ دوی یو ځل بیا د افغان وژنې اراده بهرنیانو ته د پانګونې په موخه لیلام کړې ده.

    د پخوانیو جنایتکارانو په تېرو جنایتونو لا هم کلي او کوڅې رنګ دي، لا هم د وینو بوی ترې پورته کېږي؛ که همدې جنګ سالارانو د شرم او عزت په نوم څه پېژندلای، اوس به یې په هېواد کې پر هېوادوالو شته امن لورېدلی و، د همدې رټل شویو او خناسو جنګ سالارانو هغه تاریخ لا په وینو لوند پروت دی، چې پرون تېر شو.

    دوی د افغانستان پر ولس بې شماره ظلمونه کړي، تاریخ یې په یادولو شرمېږي؛ دغه هېواد پلورونکي اوس په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای نه لري، همدې خناسو څېرو د افغانستان عفیفې مسلمانې ښځې د کابل او ولایتو په لارو او کوڅو کې بې عزته او بې عفته کړې، کاش دوی ته هغه جنایات ور په زړه شي چې پرون یې وکړل؛ د دوی پر جنایاتو هیڅ افغان او نړۍوال سترګې نشي پټولای.

    د هېواد کوڅې، واټونه، لارې او ولسونه اوس هم د همدې جنایتکارو په وحشتونو دا قرار نغارې وهي، همدا جنګ سالاران د افغان ولس له فکر، عقیدې او کلتور څخه بېرون د استخباراتي شبکو لاسپوڅي دي او وي به؛ همدا اشخاص چې اوس په ترکیه کې د پاکستان د استخباراتي شبکې (آی ایس آی) پر لمن خوبونه کوي، دوی له وخته افغان ټولنې ونه زغمل او له اوله یې استفراق کړل.

    د هېوادوالو لا هم هغه خاطرې نه دې هېري چې د دوستم ملېشو په کابل کې ځوانې ښځې، هلکان او ماشومان د چوکونو په سر بې عزته کړل، د سیاف هغه مظالم به څوک هېر کړي چې د هېواد پر هرازه قوم یې وکړل، د څو نورو هغه پلورل شویو هزاره وو د ظلم داستانونه هم د ملت په ذهن کې انځور دي چې د پښتنو ښځو او نارینه وو په سرونو کې یې مېخونه ټک وهل، د همدې جنایتکارو هغه ظلمونه د ټولو هېوادوالو یاد دي چې کابل یې لوټ کړ، افغان ښځو د خپل عزت ساتلو په خاطر د همدې وحشیانو له ډاره د دنګو، دنګو ودانیو له سرونو ځانونه را ګزار کړل، مګر نن بیا دغه وږي لېوان راټول شوي او پاکستاني استخبارات یې تر لمن ټینګ نیولي، له دوی څخه امکانات غواړي، څو هېواد ورباندې وپلوري.

    افغان ملت اوس ویښ دی، دوی یې له مخکې رټلي او شړلي دي. دوی له پخوا د پردیو استخباراتي ادارو لاسپوڅي افغان وژونکي وو، اوس چې بیا ور ټولېږي، د افغان وژنې د نویو پروژو اخیستلو په لټه کې دي، خو ملت به همېشه د دوی په وړاندې مبارزه کوي او هیڅ چا ته به د هېواد د پلورلو اجازه ورنه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد حماس غورځنګ لوړپوړو مشرانو د ايران له مذهبي مشر سره کتلي
    راتلونکي مقاله د مکسیکو په سویل کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۳۸ کسان مړه شوي

    مربوطه لیکنې

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    محمد محقق؛ د پاکستاني ګټو سپین سترګی مبلغ

    9 اپریل 2026

    د وحدت ګوند او مقاومت شوری سیاسي کمېټې مشر، محمد محقق: ګران ورور عاصم منير او ټول پاکستان ته د امريکا او ايران تر منځ د اوربند هڅو د بريا مبارکي وایم

    8 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 18 مې 2026

    ‏کورنیو چارو وزارت: کندز کې لسګونو ميله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه شوې

    د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د کندز امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې…

    چين ته د ټرمپ وروستی سفر؛ په نړۍ کې د امریکا د ځواک د زوال انځور

    18 مې 2026

    مکسیکو کې وسله‌وال برید لس تنه وژلي

    18 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏کورنیو چارو وزارت: کندز کې لسګونو ميله وسلې او زرګونه فیره مرمۍ کشف او ترلاسه شوې

    18 مې 2026

    چين ته د ټرمپ وروستی سفر؛ په نړۍ کې د امریکا د ځواک د زوال انځور

    18 مې 2026

    مکسیکو کې وسله‌وال برید لس تنه وژلي

    18 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.