د فلسطین روغتیا وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې ۱۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي او ۴۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې له ۱۸مې نېټې راهیسې چې صهیونیستی رژیم پر غزې تړانګې بریدونه بیا پیل کړی، تر دې دمه ۶۳۱۵ فلسطینیان شهیدان او ۲۲۰۶۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې له اوومې راهیسې چې غزه کې جګړه پیل شوې، تر دې دمه ۵۶زره او ۶۴۷ تنه شهیدان شوي او د ټپیانو شمېر بیا ۱۳۴زره ۱۰۵ تنو ته لوړ شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې لا هم ګڼ شمېر شهیدان تر نړېدلو ودانیو لاندې دي او د هغوی جسدونو ته لاس‌رسی ممکن نه‌دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version