له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، د لکي مروت ولسوالۍ په پیروالا موړ سیمه کې تېره ورځ (چهارشنبه، د غبرګولي ۲۸مه) غرمه مهال د پاکستاني پوځیانو پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، ماین د پاکستاني طالبانو غورځنګ د ځواکونو له لوري ځای پر ځای شوی و، چې په چاودنه کې ۶ تنه پوځي عسکر وژل شوي او یا هم مرګوني ټپیان شوي دي.

دا برید داسې مهال کېږي، چې پاکستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او پر پوځ او نورو ادارو په وسله‌والو بریدونو او چاودنو کې د پام وړ ډېروالی راغلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version