راپورونه وايي، د پاکستان د پنجاب ایالت په جنوبي سیمو، په ځانګړي ډول تونسه شریف، ډېره غازي خان او راجن‌پور کې د بلوچ اوسېدونکو د جبري ورکېدو او شکمنو وژنو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

سیمه‌ییزې سرچینې ادعا کوي چې په تېرو څو میاشتو کې لسګونه کسان د پاکستاني رژيم د پوځ او استخباراتي ادارو له لوري نیول شوي او وروسته تري تم شوي دي.

د سرچینو په وینا، پنجاب کې له ۴۰ زیات بلوڅ ځوانان د پوځ له لوري په جعلي جوړو شوو جګړو کې په قصدي ډول وژل شوي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، ډېری کسان پرته له قانوني بهیر او څرګندو تورونو نیول کېږي او وروسته یې د وژل کېدو پېښې د وسله‌والو نښتو په نوم اعلانېږي.

په ورته مهال په پاکستان کې د بشري حقونو اړوند ادارو راپورونه هم ښيي چې د جبري ورکېدو او مشکوکو وژنو موضوع له کلونو راهیسې یوه جدي ستونزه او پوښتنه پاتې شوې ده.

راپورونه څرګندوي چې په وروستيو کلونو کې د ټول پاکستان په تېره بيا د بلوچستان په کچه زرګونه کسان تري تم شوي او قضیې یې لا هم نامعلومې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version