‏د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ له لارې د پنجشېر او ډيورند فرضي کرښې ترمنځ د سټراټیژیک سړک د جوړولو چارو له بشپړېدو سره په لومړي ځل دغه ولایت له چترال سره وصل شو.

سرچینې د پنجشېر ولایت مقام ویاند سیف‌الدین لټون له قوله لیکلي، دا سړک چې اوږدوالی یې ۱۹۴ کیلومتره او سور یې ۱۰ متره دی، د افغانستان له هغو سختو غرنیو سړکونو څخه شمېرل کېده، چې اوس د سرپرست حکومت او د ملي دفاع وزارت د فوق‌العاده لواء د پرله‌پسې هڅو په پایله کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ویلو ده، چې پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا ځل واکمنېدو وروسته د هېواد لرې پرتو او غرنیزو سیمو کې د بیا رغونې او له سوداګریزو سیمو سره یې د نښلولو لپاره ګڼې پروژې پلې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version