د پنجشیر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعید په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د یاد ولایت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په بېلابېلو سیمو کې یو تن د نشه‌يي توکو پلورنکی نیولی او ۱۶ روږدي یې راټول کړي دي.

د ښاغلي حقمل په خبره، نیول شوي روږدي د درملنې په موخه د پنجشېر ولایت ۳۰ بستریز روغتون ته معرفي شوي، تر څو له درملنې وروسته بېرته د صحتمند او د فعاله اشخاصو په توګه ټولنې ته را وګرځي.

نوموړي زیاته کړې چې، د نشه‌يي توکو پلورونکی به تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ورته مهال د یاد ولایت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیر اظهارالله عاکف ډاډ ورکړی، چې په دې برخه کې به یې مبارزه دوامداره وي تر څو ټولنه د نشه‌يي توکو له شومې پدیدې پاکه او کارونه یې تر صفر کچې راکمه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version