یوولسمه برخه
که د افغانستان د هر یوه بدنام جنګ سالار ژوندلیک او کارنامو ته لنډه کتنه وشي، له دې سره سره چې د دوی د جنایتونو او بې اندازې فساد د پټولو لپاره پراخې هڅې شوې، خو بیا هم د را برسېره کولو او ویلو لپاره ډیرې کیسې او حقایق شتون لري.
د عبدالرشید دوستم د شرموونکو کړنو د افشاء کولو په دې لړۍ کې به د هغه جعلي مارشال له لوري د طبیعي زیرمو د قاچاق او انحصار موضوع وڅېړو، چا چې د نورو جنګ سالارانو ترڅنګ د خپل هېواد او ملت په وړاندې له هېڅ ډول خیانت او جرم څخه ډډه نده کړې، هر څه یې چې په وس پوره وو، د خپل جېب د ډکولو لپاره یې کارولي دي.
د جوزجان ولایت، چې د عبدالرشید دوستم د زېږېدو ځای دی، د طبیعي ګازو او کاني زیرمو له اړخه د هېواد یو له بډایه ولایتونو څخه شمېرل کېږي. دوستم د خپلو وفادارو اجیرانو په ملاتړ، کلونه کلونه د دې زیرمو غیر رسمي کنټرول په لاس کې درلوده او د مافیايي کړیو له لارې یې د ګازو او کاني موادو ناقانونه استخراج انحصار کړی و.
په دې تړاو ګڼ شمېر راپورونه څرګندوي چې نوموړي د حاصل خېزو ځمکو، کاني سیمو او د ګازو د تأسیساتو د غصب او تصرف له لارې په ځایي اقتصاد ولکه ټینګه او له همدې لارې یې د پام وړ شتمني تر لاسه کړې وه.
دوستم آن د سرو زرو په ناقانونه سوداګرۍ کې هم لاس درلوده، کوم چې کله نا کله د نشه يي توکو په راکړه ورکړه کې هم کارېده. دې چارې نه یوازې د هېواد اقتصاد ته زیان ورساوه، بلکې نوموړي له خپلو واکونو په ناوړه استفادې سره د جمهوري رژیم په نړېدلو بنسټونو کې، د فساد د ځای پر ځای کولو په برخه کې هم مهم او کلیدي رول درلوده.
د دوستم بله خلاف کاري د نشه يي توکو او وسلو په قاچاق کې لاس درلودل وو. د باور وړ سرچینې وايي چې نوموړی د هېواد په شمال کې د نشه يي توکو له «شهزادګانو» څخه شمېرل کېده؛ دوستم هغه څوک و چې له مزارشریف او جوزجان څخه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته، په ځانګړې توګه تر ازبکستان او سمرقند پورې یې د هیرویینو د انتقال لاره په لاس کې وه.
د وخت د رژیم پراخ فساد او بې کفایتي د دې لامل شوې وه چې د دوستم تر ملاتړ لاندې د نشه يي توکو کاروانونه له کومې تلاشۍ او نظارت پرته له پولو واوړي. د دې تر څنګ، د وسلو قاچاق هم د دوستم د مالي سرچینو له مهمو برخو څخه و، ترڅو د خپلو خصوصي اجیرانو او ملېشو لګښتونه ورباندې پوره کړي. دې تورې سوداګرۍ او د فساد بهیر نه یوازې دوستم ته د پام وړ ګټه ورسوله، بلکې د هېواد په شمال کې یې د نا امنۍ او بې ثباتۍ لمنه هم پراخه کړه.
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د دفتر (SIGAR) راپور چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې خپور شوی، په څرګنده توګه پکې ویل شوي چې د هغه وخت پراخ فساد د افغانستان د دولت د ناکامۍ یو له بنسټیزو لاملونو څخه و. په راپور کې ټینګار شوی چې د دوستم په څېر د جنګ سالارانو له لوري د نشه يي توکو قاچاق، د ځمکو غصب، د کاني زیرمو ناقانونه را ایستل او د طبیعي شتمنیو چور، د دولت بنسټونه له داخل څخه ضعیف او کمزوري کړي دي.
د عبدالرشید دوستم غیرقانوني، فاسد او له خیانت څخه ډک فعالیتونه، د طبیعي زیرمو له انحصاره نیولې د نشه يي توکو او وسلو تر قاچاق پورې، دا ټول نه یوازې د هغه اصلي څهره د یو بې رحمه، فاسد او ځان غوښتونکي سیاستوال په توګه بربنډوي، بلکې پر جنګ سالارانو د تکیې او فساد په پایله کې د جمهوریت د پرځېدلو څرنګوالی هم ترې روښانه کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
