د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د کابل ـ سروبي(لتهبند) سړک پاتې چارې به ژر بشپړې شي.
له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ټولگټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني او د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخوند له یادې سیمې څخه لیدنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ټولگټو وزارت په پلان کې لري چې د لتهبند له لارې د کابل ـ سروبي سړک پاتې چارې په راتلونکي کې پیل او په ټاکلې موده یې پای ته ورسوي.
اوسمهال په هېواد کې د گڼو لویو لارو د بیارغونې چارې روانې دي او تمه شته چې سږکال به گڼې لویې لارې ورغول شي.