اسوشیټډ پرس خبري اژانس رپوټ ورکړی چې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به سبا سه شنبه له ولسمشر پوتین سره د اوکراین روانې جګړې ختمولو په اړه خبرې وکړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ټرمپ هڅه کوي د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د پوتین ملاتړ ترلاسه کړي، هغه چې اوکراین تېره اونۍ منلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ټينګار کړی، چې امکان لري دغه خونړۍ جګړه ودریږي.