په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اوسني حکومت د خلکو د ملاتړ په ترلاسه کولو او د واک د تثبیت په مټ، د هېواد سیاسي فضا په ډېر ښه ډول کنټرول کړې ده، تر دې چې د حکومت مخالف ګوندونه او مخالفې سیاسي ډلې له صحنې څنډې ته شوې او آن د ړنګېدو تر بریده رسېدلې دي.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د حکومت مخالفو ګوندونو د یو موټی کېدو هڅې وکړې، خو په تېرو څلورو کلونو کې واقعیتونه د دې برعکس ثابت شوه، نه یوازې دا چې ترمنځ یې یووالی رامنځ ته نه شو، بلکې خپلمنځي پاشلتیا، تجزیه، نفاق او سیالۍ یې نور هم اوج ته ورسېدلې.
د جمعیت ګوند، مقاومت جبهه او اوس جنبش ګوند، هر یو د خپلو داخلي اختلافاتو قرباني شوي دي؛ هغه څه چې د دې ډلو د جوړښتي کمزورتیا او د سیاسي ظرفیت د نه شتون څرګندونه کوي.
په تازه پېښه کې د جنبش ګوند مرستیال نظام الدین قیصاري، پرته له دې چې له جنرال دوستم سره همغږي وکړي، ځان د ګوند مشر اعلان او نوی جوړښت یې رامنځ ته کړی، د ګوند لپاره یې خپل ویاند هم ټاکلی او معرفي کړی دی.
دې اقدام نه یوازې د دوستم د مشرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، بلکې په خپله د جنبش ګوند دننه د واک د ناورین څرګندونه هم کوي.
قیصاري په خپلو څرګندونو کې دوستم او عطا محمد نور «د شمال مافیا» بللي دي، هغه اصطلاح چې د مالي اختلافاتو، شخصي سیالیو او ژورې بې باورۍ له منځه را ولاړه شوې ده.
له هېواد څخه دباندې د ځینو رهبرانو اشرافي او مرفع ژوند د خلکو او دوی تر منځ ژور واټن او درز رامنځ ته کړی، دا درز د لا ډېرې پاشلتیا او اختلافاتو لامل ګرځېدلی دی.
په یو بل شکونه، د خیانت وېره او د بهرني ملاتړ د لاسته راوړلو سیالۍ، د دې ګوندونو د همکارۍ فضا د یو بل په تخریب بدله کړې ده.
دا نوې جوړې شوې ډلې او ټپلې نه د خلکو د را ټولولو ځواک لري او نه منظمه سیاسي تګلاره ورسره شته؛ یوازینۍ وسیله یې ټولنیزې رسنۍ، تش او پوچ شعارونه دي.
د دې پاشلتیا او کمزورۍ په وړاندې د افغانستان اوسني حکومت د خپل قدرت ټینګښت ثابت کړی. افغان حکومت توانېدلی چې د هېواد سیاسي فضا یو لاس کړي او د هر ډول اعتراض ته په اسانۍ سره ځواب ووایي او قناعت ورکړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
