د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پرون د ډله‌ییز امنیتي تړون سازمان د غونډې په څنډه کې ویلي، افغانستان د ثبات پر لور روان دی او روسیه هیله لري له دغه هېواد سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې پوتین زیاته کړې، چې روسیې له اسلامي امارت سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړي او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.

د يادونې وړ ده چې روسیه تل افغانستان د سیمه‌ییز ثبات لپاره مهم ګڼي او په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او دیپلوماتیکې هڅې زیاتې شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version