له بلوچستان ایالت څخه ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته وویل چې د دغه ایالت په قلات ولسوالۍ کې د جمعيت علماء اسلام ګوند غړی امدادالله شاه د وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی.

سرچینه وایي امدادالله شاہ د جمعيت علماء اسلام ګوند د یوه مهم مشر او مذهبي شخصیت صبغت الله شاه زوی و او دا مهال یې په یاد ګوند کې فعال غړیتوب درلود.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د ناپېژانده وسله‌والو چې سرچینې یې د پاکستان استخباراتي کارکوونکي بولي، د دیني علماوو او نفوذ لرونکو اشخاصو د ترور لړۍ چټکه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version