د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، تېره اوونۍ یې په کابل کې د ۲۶ کارخونو څخه څارنه کړې او د کارخونو مسوولین یې د چاپېریال ساتنې په لارو چارو پوهولي دي.


له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پلټونکو د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د کابل څرخي‌پله او جمعه‌محمدي صنعتي پارکونو او همدا راز ۱۷ ناحیې اړوند سیمو کې د چاپېریالي اصولو د پلې کولو په موخه د درملو او اکسیجن ۴ تولیدي کارخونو، د پلاستیکي توکو ۸تولیدي شرکتونو، ۲صنعتي مطبعو، د لبنیاتو، نوشابو، جوس او معدني اوبو ۵تولیدي شرکتونو، د ساختماني توکو۲تولیدي شرکتونو او همدا راز وینځونکو توکو تولیدي شرکت له فعالیتونو څخه نظارت کړی.


په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چاپېریال ساتنې ادارې پلټونکو د تولیدي شرکتونو او کارخونو مسوولینو ته د چاپېریال قانون، مقرراتو او طرزالعملونو په هکله معلومات او پوهاوی ورکړی او سپارښتنه یې ورته کړې چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق تر سره کړي.:«د څارنې په ترڅ کې د کارخونو او تولیدي شرکتونو مسوولینو ته موجوده نیمگړتیاوې او چاپېریالي ستونزې په گوته شوې او ژمنې ترې اخیستل شوي چې موجوده ستونزې به حل کوي.»


په خبرپاڼه کې ویل شوي، د چاپېریال ساتنې ملي اداره د هواککړتیا راکمولو او مخنیوي په موخه د هوا ککړوونکو سرچینو ټولو فعالیتونو مسوولینو ته سپارښته کوي چې خپل فعالیتونه د چاپېریالي اصولو مطابق ترسره کړي.:«هغه کارخونې او تولیدي شرکتونه چې د لوگي د تصفیې فلټرونه یې غیر فعال، ویجاړ او یا هم د اوبو، هوا او خاورې د ککړتیا لامل وگرځي، له قانوني چلند سره به مخ شي.»


د یادونې وړ ده چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څارنې ډلې په مرکز او ولایتونو کې د هواککړوونکو سرچینو څخه په دوامداره او جدي توگه څارنه کوي او سرغړوونکي د قانون منگولو ته سپاري.


که څه هم د وروستیو وروښتونو له امله د کابل هوا پاکه شوې ده، خو په کابل کې د گڼ نفوس له امله د دغه ښار هوا ډېر کله مرگونې ککړېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version