د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د نوي کابل ښار د ودانیزو چارو څخه جدي څارنه کېږي، تر څو دغه ښار د نړیوالو معیارونو سره سم بشپړ شي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نوي کابل ښار ستره ملي پروژه چې د اوسني کابل ښار بدیل او په (۳۷۰۰۰۰) درې سوه اویا زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، عملي چارې یې پیل دي. «یاده پروژه چې د درې مېلیون وگړو لپاره ډېزاین شوې، دمگړۍ یې ودانیزې چارې د لومړي فاز په (ب) برخه کې روانې دي.»
د خبرپاڼې له مخې، اوسمهال په (ب) برخه کې د ساحوي دفترونو، ځمکې هوارولو، د ځینو برخو ډکولو، د فرعي سړکونو څخه د موانعو لرې کولو، د سړک په غاړو کې د گلدان چارې او دغه راز پر دوه بابه تعمیرونو کار روان دی.: «د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست انجنیري ټیم، د ودانیزو چارو پر مخ بېولو برخه کې د خاور ساختماني شرکت مسوولینو او کارکوونکو ته لازمې او اړینې لارښوونې کړې دي.»
د نوي کابل ښار ماسټر پلان، ډېزاین او ټولې نقشې په نړیواله کچه ترتیب شوي او د کور او ښار جوړولو وزارت هوډ لري چې یاد ښار د ماسټر پلان مطابق په نړیوالو معیارونو برابر سرته ورسوي.
نوی کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ ټولې سيمې او شکردرې، قره باغ، ستالف او کلکان ولسواليو يو شمېر سيمې او د پروان بگرام ولسوالۍ د باریک آب سيمه په بر کې نيسي.
یاد ښار ۷۴۰ کیلو متره مربع مساحت لري، چې له اوسني ښار څخه کابو ۱.۵ چنده لوی دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، چې د یادې پروژې ماسټر پلان به په ۱۵ کلنو کې په دوو پړاوونو کې پلی شي. دغه راز په لومړي پړاو کې به یو نیم ېیلیون خلکو ته ۲۵۰ زره د استوگنې کورونه جوړ شي