‏د کابل امنیې قومندانۍ ویلي؛ چې د دې قومندانۍ د ښوونې او روزنې لوی مدیریت اړوند د حضرت حمزه «رض» له نظامي روزنیز مرکز څخه ۴۱۰ تنه پولیس فارغ شول.

د یادې قومندانۍ په وینا؛ د فارغ شویو پولیسو له ډلې ۳۷ تنه افسران، ۱۱۳ تنه ساتنمنان او ۲۶۰ تنه سرتېري دي، چې د شپږو اونیو په اوږدو کې له بېلابېلو مسلکي او عقیدوي زده‌کړو وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version