د اوکرایین د دفاع وزارت چارواکو په یوه بیان کې ویلي؛ چې د دغه هېواد پر پلازمینه کییف د روسیې د پوځ ډرون بریدونو لویې چاودنې رامنځته کړي، د معلوماتو له مخې دا چاودنې ډېرې خطرناکې وې چې د کیف ښار په بېلابېلو برخو کې یې غږونه اورېدل شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، له چاودنو وروسته د کییف ښار چارواکو د دې ښار په څو برخو کې د اورلګېدنې راپورونه هم ورکړي دي.

په ورته وخت کې، د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې، د شنبې شپې او د یکشنبې د سهار ترمنځ یې د دې هیواد په فضا کې ۱۹ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version