د اوبو او انرژۍ وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د ياد وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف او مل پلاوي سره کتلي او د پانګونې او دوو اړخیزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د سرچينې په خبره، د اوبو او انرژۍ وزیر په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته په اشارې سره ویلي، اوسمهال په افغانستان کې له هر پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو شوې، نو د روسیې هېواد دولتي او خصوصي شرکتونو ته بلنه ورکوو، چې په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو او د ډبرو سکرو، باد، لمر او ګازو سرچینو څخه د برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

په کابل کې د روسیې سفیر په یاده لیدنه کې د اوبو او انرژۍ وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د روسیې دولتي او خصوصي شرکتونو سره به په افغانستان کې د اوبو او انرژي پروژو کې د پانګونې په اړه اړین معلومات شریک کړي.

همدا راز دمیتري ژیرنوف د اوبو او انرژۍ وزیر ته بلنه ورکړې، چې د روان زیږدیز کال په می میاشت کې په کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version