د کونړ د کرنې، اوبولگولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په همکارۍ د دې ولایت په درېیو ولسوالیو«چپې درې، ماڼوگي او وټه‌پور» کې پر ۳۰ جریبه ځمکه د مالټو د نوو بڼونو د جوړولو چارې پیل کړې دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د مالټو یاد بڼونه د سرچ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ جوړېږي، چې ورسره لسگونو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، د تېرو کلونو په ترڅ کې د کونړ ولایت په سلگونه جریبه ځمکه کې د مالټو نوې بڼونه جوړ شوي دي، چې ورسره په دې ولایت کې د سټرویو د حاصلاتو کچه هم زیاته شوې ده.

د مالټې د دغو بڼونو جوړولو موخه هېواد د سټروسو مېوو له اړخه پر ځان بسیا کول او په ټوله کې د سټروسو بڼونو ترویج او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

د افغانستان ختیځ ننگرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري، چې هر کال له یادو ولایتونو څخه په زرگونه ټنه د سټرسو حاصلات راټولېږي.

کونړ کې د مالټو سربېره خرماوو هم مثبته پایله ورکړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د خرماوو بڼونه هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې جوړ شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version