محمد کوثر دولتزیمخکې ورځو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د اسلام اباد په یوه انسټیټیوټ کې د افغانستان په تړاو غیر مسؤوله او غیر سنجیده څرګندونې وکړې.

هغه د خپلو خبرو په جریان کې پر افغانستان تور ولګاوو چې په افغانستان کې د ټي ټي پي تر ۶۰۰۰ پورې وسلوال جنګیالي روزل کیږي چې لګښتونه یې هند ورکوي.

د دې څخه مخکې هم پاکستان په وار وار اسلامي امارت د ټي ټي پي پر ملاتړ تورن کړی خو دا ځل یې هند هم په کې راګډ کړ.

حال دا چې اسلامي امارت په وار وار د پاکستاني چارواکو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هیچاته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاروه د ګاونډیو، سیمې او نړۍ په وړاندې ناوړه وکاروي.

سربیره پر دې، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ سره د متوازن او بې پري بهرني سیاست تګلاره تل روښانه ده، چې د ملي ګټو او متقابل درناوي پر بنسټ سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو دروازې یې د هند او پاکستان په ګډون د نړۍ په مخ پرانیستي.

بل لور ته هند د اسلامي امارت نوموړې تګلاره درک کړې او د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل ته ورځ تر بلې لا زیات را وړاندې کیږي، حال دا چې لا تر اوسه یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان نه دي منلي، خو بیا هم د سیمې د ځینو هیوادونو څخه لا زیاتې بشري مرستې کوي او د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري لا ډېره مخ پر پراخیدو ده.

پاکستان چې د خپل کمزوري بهرني سیاست له امله د نړۍ د بې اعتباره هیوادونو په لیست کې دی، اوس هڅه کوي چې د خپلې کمزورۍ او ناکامۍ پړه یو ځل بیا پر افغانستان واچوي.

تر دې وړاندې هم دوی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلیټ فورم څخه د اسلامي امارت خلاف ناوړه ګټه پورته کړه او هڅه یې وکړه چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ ځاله تعریف کړي تر څو د نړیوالو توجه د ترهګرۍ په نوم زیاتیدونکي تهدید ته راجلب کړي.

په هر صورت، دا چې له یوې خوا د اسلامي امارت نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې مخ پر پراخیدو دي او هم په کور دننه لویې او کوچنۍ زیربنایي پروژې ئې په کار اچولي، بل لور ته ئې د سیمې او نړۍ سره په اقتصادي او سوداګریز ډګر کې راکړه ورکړه لا پسې غځیږي.

په دې برخه کې هند یې یوه بېلګه ده، هند د افغانستان د صادراتو لپاره یو له مهمو هیوادونو څخه دی، چې د تیر کال په پرتله نوموړي هیواد ته د افغانستان په صادراتو کې ۳۹ سلنه لوړوالی راغلی، یعنې په ۲۰۲۲ کال کې هند ته د افغانستان صادرات ۴۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت وو او په ۲۰۲۳ کې دا ارقام ۵۷۹ ډالرو ته لوړ شول.

همدا راز، هند هڅه کوي چې ځان د سعودي او متحده عربي امارتو له لارې له اروپا سره او همدارنګه د چابهار له لارې د افغانستان او منځنۍ اسیا سره ونښلوي او هم د همدې لارې څخه افغانستان د هند او نړۍ سره وصل کړي. خو پاکستان لا هم تر اوسه ځان د افغانستان سره په پوره معنی وصل نه کړ، مرکزي اسیا خو لا لېرې خبره ده.

پایله: که څه هم په پاکستان کې نوی حکومت رامنځته شوی، چې د امنیت په ګډون د خورا زیاتو ننګونو سره لاس او ګریوان دی، چې تر ټولو مهم یې د پاکستان مخ په ځوړ اقتصادي حالت دی.

خو که د پاکستان سیاست همداسې غیر سنجیده روان وي نو لېرې نه ده چې نږدې راتلونکې کې اسلامي امارت په دا ډول بې بنسټه خبرو غوږ ونه ګروي، بلکې د دې پر ځای به په دې لا غور وکړي چې څه ډول د هغو هیوادونو په قطار کې ځان راولي چې پرمختللي دي او د پرمختګ په ځغاسته کې ورسره یوځای شي، چې له دوی څخه مخکې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version