یو شمېر افغانانو د یوناما ادارې د وروستیو څرګندونو په اړه کلک غبرګون ښودلی دی.یوناما په غزني ولایت کې د وروستي قصاص په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلې یې و، چې اسلامي امارت باید داسې کړنې ترسره نکړي.

د یوناما یادو څرګندونو ته یو شمېر افغانانو غبرګون ښودلی او ویلې یې دي، چې د نړۍ په ګوډ ګوډ کې په مسلمانانو هر ډول ظلمونه کېږي، یوناما پرې چوپه خوله وي، خو د مجرمینو په اړه اندیښنه کوي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال لطف الله خیرخواه په خپله اکس پاڼه د یوناما وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي دي: “یوناما دې لومړی د مسلمانانو په قضیو کې خپل انسانیت ثابت کړي، بیا دې د مجرمینو د ژوند په اړه اندیښنه ښکاره کړي؛ د اسلامي شریعت د احکامو په اړه دوه مخو ادارو ته وخت ورکول به دوی ته پر نورو مقدساتو د خبرو کولو جرأت ورکړي

د تېر نظام د ولسي جرګې غړې ارین یون هم د یوناما د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او پر خپل اکس پاڼه یې لیکلي دي: ” یوناما د امریکا دویمه او ظالمه څېره ده؛ امریکا د خپلو او د خپلو شریکانو ظلمونو باندې چوپه ده، خو طالبانو باندې د قصاص له امله نیوکې کوي

یو شمېر نورو افغانانو هم په یوناما نیوکې کړیدي او د دوی فعالیتونه او څرګندونې یې غندلې دي.دوی وایي، چې اسرائیل په غزه کې نسل وژنه کوي او هره ورځ لسګونه فلسطینیان په بې رحمانه ډول په شهادت رسوي، یوناما او دې ته ورته نورو ادارو د اسرائیلو ظلمونه ونه غندل او نه یې هم د دوی په ظلمونو څرګندونې وکړې، خو د مجرمینو په اړه اندیښنې ښیي.

دا په داسې حال کې ده، چې د “ګالوپ” موسسې په امریکا کې د اعدامونو په اړه د یوې څیړنې راپور خپور کړیدی.په راپور کې ویل شوي، چې په امریکا کې د ۱۹۷۰ زیږدیز کال نه تر ۲۰۲۲ کال پورې ۲۴۱۴ تنه اعدام شوي، چې ۵۰ تنه یې ښځینه وې.د څېړنې په راپور کې ویل شويدي: ” د امریکا ۵۳ سلنه وګړي د قاتلینو له اعدام څخه ملاتړ کوي او تاکید یې دا وي، چې قاتلین باید اعدام شي.

تېره اونۍ په غزني ولایت کې دوه تنه قاتلین او نن په جوزجان کې یو تن د سترې محکمې د پرېکړې سره سم قصاص شول، د دې ور اخوا تېره ورځ د لغمان ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې هم دوو تنو ته تعزیري سزا ورکړل شوه او په درو ووهل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version