د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، یو هندي پانگه‌وال په هېواد کې د کانونو په برخه کې د پانگونې ژمنه کړې ده.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کانونو چارسمبالي وزیر شیخ الحدیث شهاب‌الدین دلاور له یو هندي پانگه‌وال سره لیدلي او د هېواد د اوسني وضعیت او فرصتونو په اړه یې خوښي ښودلې ده.:«افغانستان د پانګه‌والو لپاره ډېر ښه فرصتونه لري او د هېواد د سرب، جستو او ډبرو سکرو د کانونو په برخه کې د پانګونې پراخ فرصتونه لري.»د خبرپاڼې له مخې، د کانونو وزیر وویل، هغه بهرني پانګه‌وال چې غواړي د هېواد په کانونو کې پانګونه وکړي، د کانونو او پټرولیم وزارت د هغوی د هڅونې او را جلبولو په برخه کې قانوني همکاریو او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.د یو بل خبر له مخې، د افغانسان د سوداگرۍ او پانگونې خونه وايي، له دوو تنو هندي او اذربایجاني سوداگرو سره یې لیدلي او دواړو سوداگرو د افغانستان د کانونو، کرنې، برېښنا تولید او ساختماني برخو کې پانگونې ته خپله لېوالتیا او چمتووالی ښودلی دی.په هېواد کې د سرتاسري امنیت له برکته گڼ بهرني پانگه‌وال غواړي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانگونې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version