Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د شر او فساد ډلې د ناکامۍ او د نړيوالو جاسوسي سازمانونو د ملاتړ حقايق!
    تورې څېرې

    د شر او فساد ډلې د ناکامۍ او د نړيوالو جاسوسي سازمانونو د ملاتړ حقايق!

    صابر افغانصابر افغان21 اکتوبر 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شلو کلونو اوږدو قربانیو وروسته؛ طالبان بريالي شول او ټول بهرني ځواکونه یې له افغانستان څخه وایستل او په هېواد کې امن او سوله واکمنه شوه چې دا حالت ډېرو بهرنیو او همسايه هېوادونو ته د منلو وړ نه وو؛ ځکه د دوی ګټې یې له خطر سره مخامخ کړې.

    له همدې امله دوی یو ځل بیا هڅه وکړه چې افغانستان ګډوډۍ او جګړو ته ټېل وهي، او د شر و فساد ډلې(شمالي ټلوالې) ملاتړ يې وکړ؛ ځکه دا هماغه یوازینۍ ډله وه چې د هر وخت لپاره د وطن خرابۍ او شر و فساد ته چمتو وه.

    دغه ډله چې د نړیوالو جاسوسي شبکو په دام کې ښکېله شوې؛ د افغانستان د سولې او امن پر وړاندې يې رنګارنګ دسیسې جوړې او پر مخ وړي؛ نړیوالو استخباراتي سازمانونو د دوی مشرانو ته ډالر او بهر هېوادونو کې پناه ورکړه، ترڅو دوی د خپل هېواد ورانولو او سيمه کې جګړې ته دوام ورکړي.

    د شر او فساد ډلې هڅه وکړه چې د تعصب د وسلې په کارولو سره ولس کې تفرقه واچوي تر څو د غرب او نورو بهرنیو استخباراتو شوم اهداف پلي کړي، خو افغان ولس دوی پېژندلي دي او د دوی هغه پخوانی ميتود(ولس کې تعصب خپرول او بیا ترې کار اخيستل) کار نه ورکړ.

    جاسوسي سازمانونه د شر او فساد ډلې ته پیسې ورکوي او له همدې امله مجبوره دي چې د هغوی لپاره کار وکړي، ځکه خو دوی بل پلان ته مخه کړه؛ په ولس کې یې د تېر جمهوریت د پخوانيو کارکوونکو سره اړیکې و نیولې، خو هغوی هم ورته منفي ځواب ورکړ؛ ځکه د هغوی عزت او ژوند اوس د طالبانو په واک کې خوندي دی، حقوق یې ورکړل شوي او تېر ټول جرمونه یې معاف شوي.

    د تېر جمهوریت چارواکو ته دا هم معلومه شوه چې شل کلونه یې د غرب لپاره خپل ولس قربان کړ او مختلف وحشتونه یې د جمهوریت د مشرانو په امر پر خپل ولس ترسره کړي وه، خو د طالبانو په راتګ سره يې دوی پرېښودل او هغوی وتښتېدل، ځکه خو دوی ورته ځواب ورکړ.

    د شر او فساد ډلې دریمه هڅه د پیسو په زور په افغانستان کې د غلو او مفسدینو خپلول وو؛ د اوسني حکومت تر حاکمیت لاندې اکثره دغه غله او مفسدین پټ وو او نه یې غوښتل چې د طالبانو په شتون کې فساد او لنډغري وکړي؛ بیا هم د ګوتو په شمار غله او ځینې هغه ژبني او قومي متعصبين د څو پیسو او تعصب په خاطر د اسلام او وطن په مقابل کې د دغې ډلې سره ودرېدل، مګر بیا هم دغه ډله بریالۍ نه شوه او ونه توانېده چې د طالبانو مقابل کوم نظامي پرمختګ وکړي.

    په څلورم قدم کې د غرب په امر د آی ايس آی مستقیمه مرسته دوی ته ورسېده؛ سره له دې بیا هم دوی هیڅ ډول پرمختګ ونه کړ.

    د شر او فساد ډلې او د هغوی باداران له دې وضعیت څخه سخت مایوس شول؛ بیا د آی ايس آی او پاکستاني پوځ په همکارۍ کې د شر او فساد ډلې او داعشیانو تر منځ د یووالي او د طالبانو مقابل د تسلیحاتي، مالي، او هر ډول مرستو لپاره یو توافق ته سره ورسېدل.

    له دې توافق وروسته د شر او فساد ډلې په جامه کې داعشیان تر ماسکو پوري ورسېدل او هلته يې حمله وکړه؛ د داعشیانو تر ماسکو پوري رسېدل د شر او فساد ډلې په جامه کې روسيه غوسه کړه؛ په نتيجه کې یې د دغې ډلې دفترونه تاجکستان کې وتړل چې بيا دغې ډلې پر خپلو غربي بادارانو و ژړل چې موږ څه وکړو؟

    د شر او فساد ډلې روزنه لا هم په پاکستان کې ترسره کېږي؛ په څو ځله د شر او فساد ډلې او داعشیانو نیول شویو کسانو اقرار کړی؛ چې موږ په پاکستان کې روزل کېږو تر څو په افغانستان کې جګړه وکړو.

    اوس پوښتنه دا پيدا کېږي چې ولي نړيوال د دې ډلې تر شا ولاړ دي او هدف يې څه دی؟

    په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په راتګ سره، کفري نړۍ او د ډيموکراتيک نظامونه له دې حالت څخه وارخطا شوی، ځکه چې د اسلامي نظام له راتګ سره د سیمې او نړۍ نورو مسلمانانو کې د اسلامي نظام د راوستلو ولوله د هغوی په هېوادونو کې بیا ژوندۍ شوې؛ دا وضعیت کفري نړۍ ته د زغم نه دی، ځکه خو کفري نړۍ د طالبانو مقابلې لپاره دغو ډلو ټپلو ته روزنه ورکوي، تر څو ورته مشکلات جوړ کړي.

    نړيوالو له طالبانو څخه په مکرر ډول غوښتنه کړې چې اسلامي اصول دې نه عملي کوي، خو طالبانو ورسره نه دي منلي، ځکه کفري نړۍ د اسلامي نظام او د اسلامي اصولو د عملي کولو څخه په ویره کې دي؛ د شر او فساد او هرې هغې ډلې تر شا درېږي چې د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

    یو دلیل چې نړيوال جاسوسي سازمانونه د شر او فساد ډلې او داعشیانو سره همکاري کوي، دا دی چې غرب غواړي د روسيې او د روس د متحدینو پر وړاندې یو څوک ولري چې هغوی ته سرخوږی جوړ کړي؛ په دې برخه کې عربستان، اسرائيل او غربي هېوادونه شامل دي چې افغانستان کې امن نه غواړي.

    بل طرف ته روسيه او ايران هم غواړي د غربي هېوادونو پر وړاندې خپل نفوذ زیات کړي چې د ايران او د شر و فساد ډلې ترمنځ اړیکې همدا وجه لري، ځکه هغوی هم غواړي خپل نفوذ د شر او فساد ډلې په وسیله زیات کړي تر څو د غرب په ضد يې استعمال کړي، خو د دې هر څه لپاره نړيوال جاسوسي سازمانونه غواړي چې لومړی افغانستان کې امن له منځه یوسي؛ همدا وجه ده چې په هر صورت دغه هېوادونه په افغانستان کې د امن له منځه وړلو او د طالبانو مخالفو ډلو سره مرسته کوي.

    پاکستان چې له پېدايښت څخه تر نن پورې د غربي ګټو ساتنې او مسلمانانو کې د ډلو جوړولو او بيا د دغو ډله څخه د غربي ګټو لپاره د استعمال په پروسه کې بوخت دی؛ اوس دغه پروژې د طالبانو مخالفو ډلو د تمویل لپاره بیا ورکول کېږي؛ د دغو پروژو د عملي کولو په بدل کې پاکستان ته د غربي هېوادونو څخه پیسې او نورې همکارۍ رسېږي.

    اورېدلي به مو وي چې پاکستان ته د آی ايم ايف(IMF) له لوري ډېر قرضونه ورکړل شوي؛ مګر کله مو اورېدلي چې پاکستان دغه قرضونه بیرته آی ایم ایف ته ورکړي؟ نه! ځکه چې د قرضونو په نامه، اصل کې دا د دغو پروژو د عملي کولو لپاره مزدوري ورکول کیږي.

    همدارنګه، تاسو به د رسنیو په راپورونو کې اورېدلي وي چې عربستان پاکستان ته په سود کې ډېرې پیسې ورکړي؛ مګر کله مو نه دي اورېدلي چې دغه سودې پیسې بیرته عربستان ته ورکړل شوې؟ دا ځکه چې د ايران او روسيې د مقابلې لپاره عربستان او اسرائيل د سود په نامه پاکستان ته مزدوري ورکوي.

    مخکینۍ مقالهغور کې د داعش ډلې يو مهم ګروپ له منځه وړل شوی
    راتلونکي مقاله د شر او فساد لارویان د تاریخ بدرنګه څهرې!

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    د ايران تسنيم اژانس خبر ورکړی، چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې موساد ته د جاسوسۍ…

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.