Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډله غم، اختناق او فساد خورولو ته جوړ دي!
    لیکني

    د شر او فساد ډله غم، اختناق او فساد خورولو ته جوړ دي!

    عمران آغاعمران آغا24 اکتوبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: انجینر کمال داودزی

    د شر او فساد ډله غم، اختناق او فساد خورولو ته جوړ دي؛ دوی فطرتاً له امن او هوساینې سره وران خلک دي.

    د شر دا ډله نه خدای جل جلاله پېژني، نه پیغمبر صلی الله علیه وسلم پېژني، نه د دې عظیم ملت له عظمته ډک تاریخ پېژني، د ټولو ارزښتونو له هیبت او جلال څخه ناخبره ډله ده.

    تېره ورځ ځینې ادعاوې مخ ته راغلې چې ګویا د کابل په هوایي ډګر توغندیز بریدونه شوي چې رسمي سرچینو څخه د رد او تائید معلومات مخ ته رانغلل خو جالبه خبره دا وه چې د ازادۍ په نامه یو غلام غورځنګ ددې پېښې مسولیت ومانه او د عطف نقطه په کې دا وه چې دوی ادعا کړې چې طالبانو له کاره لویدلې الوتکې جوړولې چې موږ پرې بریدونه وکړل.

    زما ذهن د ٧٠ کلونو مخکې جګړو ته لاړ او هغه صحنه مې سترګو ته ودرېدله چې د نظار شوری یو قومندان یونس قانوني خپلو چریکانو ته قومنده کوي چې د مخابرو او برښنا ستنې ونړوي، زیربنايي بنسټونه په نښه کړي او ښارونو کې وېره خپره کړي.

    د ازادۍ جبهه د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت لوی درستیز یاسین ضیاء جبهه ده؛ ضیاء د امریکا په رڼاګانو کې ورک دی خو په کابل یې راڼه څراغونه، هوايي ډګر او څو الوتکې نه دي پېرزو.

    نوموړی هم د نظار شوری تربیه شوی چریکي قومندان دی، دده روزنه هم په ویر او وحشت شوې، د ابادۍ او ازادۍ د مفکورې په ضد تربیه شوی نظامي چریکي دی.

    دا وطن هیڅ د کشالو او غمونو د وړلو توان نه لري، د جګړو او شرونو مجال په کې نشته، د نظام سیوری د خدای جل جلاله لوی نعمت وي بیا چې نظام په اسلامي خاوره هم اسلامي وي نو نُور علی نُور وي.

    د شرعي نظام تر سپېڅلي سیوري لاندې د الهي احکامو د تنفیذ له برکته دا ځمکه له فساد او بې عدالتیو څخه رنځېږي؛ څوک د بیت المال پیسې، ځمکې، موټرې او منصبونه نشي غصبولای.

    د شر او شرارت ډلې خو په کابل او ولایتونو کې ولاړه لُوټه نه ده پرېښې؛ د کابل په تیږو یې هم چریکانو د غصب ولکې لرلې او بیا یې د غصب دا سیمې په تور بازار کې خرڅولې.

    په شېرپور د غټو زورورو ولګې ښخې وې؛ تېره ورځ هم طالبانو د دوستم لخوا غصب شوې ځمکه د غصب له ظلم راخلاصه او بیت المال ته یې ستنه کړه.

    دا ظالمان چې هر چېرته قتل او غارت وشي په ډېر ویاړ د شرارتونو د مسولیت منلو ته ناست وي.

    راځم خپلې اولې خبرې ته؛ ایا موږ د ښو موټرو، د ښو الوتکو، د ښه هوايي ډګر، د ښو سړکونو، پارکونو او تولیدي بنسټونو لایق نه یو؟ ولې مو د ابادۍ او ازادۍ خلاف د ظلم او بربریت توره راباستلې؟

    ولې د خدای جل جلاله ددې نص چې الله تعالی فرمایي (وَلَا تَعَاوَنُواْ عَلَى ٱلۡإِثۡمِ وَٱلۡعُدۡوَٰنِۚ) معنی دا چې د ګناه په کار کې د چا سره تعاون او مرسته مه کوﺉ، نو تاسو ولې د ګناه ددې لوی جرم مسولیت منئ؟ او هغه خلک ولې ددې نص په مقابل کې درېږي چې د شرارت ډلې سره فزیکي، مالي او معلوماتي برخه کې تعاون کوي؟

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالههلمند کې پر ۵۵ زره کروندګرو اصلاح شوي تخمونه ويشل کېږي
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025

    افغانستان او د اسلامي امت اړوند قضیې؛ بې‌ پروايي که د مسؤلیت منل؟

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    ‏د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۶۷…

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025

    له ایرانه پر اسرائیلو د توغندیزو بریدونو ۲۰مه څپه کې د بیولوژیکي څېړنو مرکزونه په نښه شوي

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،896 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،891 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.