Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د بغاوت پر تابوب وروستي مېخونه ټک وهل کېږي!
    تورې څېرې

    د بغاوت پر تابوب وروستي مېخونه ټک وهل کېږي!

    صابر افغانصابر افغان19 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    بغاوتګرو ځینو مشرانو او اړوندانو په دې وروستیو کې دا ومنله چې دد ې جبهې په نامه عملاً هیڅ نشته بس یواځې نوم یې دی چې په رسنیو کې اوریدل کېږي.

    هندوکش‌غږ څه موده وړاندې د دې جبهې د یو قومندان(ګل حیدر) غږیز کلیپ ترلاسه کړ او نشر یې کړ؛ په هغه کلیپ کې ګل حیدر وویل چې امرالله صالح او احمد مسعود د جبهې پیسې غلا کړي.

    قومندان ګل حیدر دا هم ویلي وو: چې د جبهې په نامه په عملي ساحه کې هیڅ هم نشته، د جبهې د چندې پیسې هم امرالله صالح او احمد مسعود په خارج کې په کورونو او موټرونو بندې کړي او ګټې پرې کوي.

    نوموړي وویل چې د بغاوت د جبهې مشران غواړي چې مونږ خپل ځانونه او بچي د دوی لپاره د مرګ خولې ته ورکړو، دوی غواړي موږ په وچه خیټه د هندوکش په غرونو کې په رسوایۍ مړه شو.

    قومندان ګل حیدر ددې جبهې یو باغي قومندان عبدالرحمن د بېلګې په توګه یادوي چې زوی یې محمد زمان د ده په غېږ کې ساه ورکړه.

    د بغاوت غړو دا دومره جنګ ته تشویق کړ چې د رُستم مقاومت لقب یې ورکړ خو عبدالرحمن په دې لقب او تشویق نه و خوښ هغه پوه شوی و چې دده ژوند او زوی د امرالله خان قرباني دی خو اوبه له ورخه تېرې وې.

    د بغاوت جبهه هغه وخت ختمه شوه کله چې پکې جمعيتوب معیار شو، بیا په جمعیت کې د پنجشیر خبره مطرح شوه، هماغه و چې عطا نور ترې لاره جلا کړه؛ اسماعیل خان د پنجشیر رهبرۍ ونه منله، دوستم د احمد ماشوم مشرۍ ته غاړه کېنښوده.

    اوس تازه امرالله صالح، تاجکستان کې د تېر پرځېدلي جمهوريت سفیر ظاهر اغبر، ایوب سالنګي او بهاوالدین جیلاني د بغاوت د جبهې په بدیل کار روان کړی.

    خو که په هر نامه د طالبانو په ضد جریانونه رامنځ ته کېږي هغه به د وښو د اور په څېر ډېر ژر ختمېږي.

    د ترکیې له کنفرانسونو واخله د تاجکستان تر تالارونو، د ایران تر ښارونو او د اروپا تر بازارونو چې څومره د طالبانو ضد حرکتونه ایجاد شول یو پر بل پسې لاړل او بې نتیجې پای ته ورسېدل.

    تېره ورځ د دوی تر ټولو لویه دسیسه هم شنډه شوه چې دوی غوښتل د افغانستان په تړاو حضوري او انلاین غونډه وکړي، امریکایي او پخوانیو چارواکو په کې ګډون کړی وو خو یاده غونډه بې نتیجې ختمه شوه.

    د بغاوت په نامه شریره پدیده ختمه بولئ ان‌شاءالله؛ افغانستان د شر او فساد له ناکاره ډلو بشپړ په پاکېدو دی.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحوثي ځواکونو د اسرائیلو په پلازمېنه تل‌ابیب کې د یافا او عسقلان په نوم دوه مهمې سیمې په نښه کړي
    راتلونکي مقاله په بغاوتګرو کې خپلمنځي اختلافات په څه رامنځته شوي؟

    مربوطه لیکنې

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026

    د محقق سیاسي عذرنامه؛ مخالفین سیاسي ناتواني په شعارونو پټوي

    30 دسمبر 2025

    د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟

    29 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 10 جنوري 2026

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    د عدلیې وزارت وایي، د خوست ولایت د مرکز اړوند په غړومبۍ او مټه چینې…

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    خوست کې نږدې ۱۴ سوه جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

    10 جنوري 2026

    ملي دفاع وزارت بې سرنوشته پاتې مجاهدين په خپلو ليکو کې په دندو ګماري

    10 جنوري 2026

    روسيه وايي کېيف کې د قطر سفارت ته د زيان رسولو په پېښه کې لاس نه لري

    10 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.