Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»د صالح او امریکايي کړیو د یارۍ تازه تارونه او د تاریخ هېرول!
    راز

    د صالح او امریکايي کړیو د یارۍ تازه تارونه او د تاریخ هېرول!

    صابر افغانصابر افغان3 دسمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا د کانګرېس غړي ټېم برچیټ په خپله ټوېټرپاڼه، چې تېر پرځېدلي جمهوریت لومړی مرستیال یې د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو لپاره واشنګټن ته وربللی دی. نوموړي دغه راز صالح ولسمشر یاد کړی او زیاته کړې یې ده ترڅو چې په افغانستان کې طالبان واکمن وي، دا هېواد د امریکا لپاره ګواښ دی. د یادونې وړ ده چې ټېم او ټرمپ دواړه د یوه ګوند غړي دي او په خپله ټېم د ټرمپ د سیاستونو ملاتړی دی.

    نږدې دوې لسیزې وړاندې کله چې امریکا پر افغانستان یرغل کاوه، د هېواد په شمال کې یې د پخوانۍ شمالي ټلوالې په ګډون ځینې بدنامه او جنایتکاره ډلې، ګوندونه، اشخاص او کړۍ د کرايي جنګیالیو په توګه وګومارل، ترڅو هغه مهال د طالبانو پر وړاندې وجنګېږي.

    دوی ته امریکا د دغه کار په بدل کې د لوړو حکومتي دندو، ډالرو او په بهر کې د ښه ژوند کولو غوړې ژمنې ورکړې. له کابل څخه د طالبانو له شاتګ وروسته، د دغه ډلې د امریکايي ټانګونو، الوتکو او وسلو پر مټ کابل او نورو ښارونو ته داخلې شوې، چور یې وکړ، بې ګناه خلک یې ووژل، د خلکو عام جایدادونه او ځمکې یې غصب کړې او دغه راز یې په زرګونو بې ګناه خلک شکنجه کړل، په سپیو یې وداړل او د نامعلومې مودې لپاره یې په زندانونو کې واچول.

    د همدغو کسانو له ډلې یو یې امرالله صالح او نور یې نوموړي د ګوند او کښتۍ سپاره وو. امرالله صالح له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي آی اې جاسوس و، چې نوموړي څو ځله په عامو غونډو کې په ویاړ سره پر دې اعتراف هم کاوه.

    د دې ترڅنګ نوموړي په تېرې دوې لسیزې جمهوریت کې امنیت د عمومي رییس، د کورنیو چارو د وزیر او بیا د اشرف غني د لومړي مرستیال په توګه د دندو پرمهال سلګونه او ان زرګونه افغانان په خورا بې رحمۍ شکنجه کړل، ویې ربړول او ان ویې وژل.

    تر دې خطرناکه لا دا چې د تېرې جمهوري دورې په وروستیو کې کله چې طالبانو د جګړې په ډګر کې لویې بریاوې خپلې کړې، نو د دوی د بدنامولو لپاره یې د کابل په ګډون په لویو ښارونو کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو او نورو مخورو مرموزې وژنې پیل کړې او دغه راز یې د کابل پوهنتون پر محصلینو پر برید سربېره، پر یو شمېر ملکي اهدافو خونړي بریدونه وکړل، خو جالبه دا وه چې د هماغه جمهوریت او ادارې له د ننه به بېرته دغه بریدونه افشا شول او د نوموړي دا مرموزه څېره به یې روښانه کړه.

    د امریکا او غرب تر دوې لسیزې خوش خدمتۍ او د زرګونو افغانانو تر کړولو، زنداني کولو او وژلو وروسته، د جمهوریت له پرځېدو سره سم، صالح او د هغه د کښتۍ سپرو ټولو کسانو د تېښتې لاره خپله کړه.

    د راپورونو له مخې، نوموړی د جمهوریت د سقوط پر مهال د نورو چارواکو خلاف، تاجکستان ته وتښتېد او له امریکا او نورو غربي متحدینو یې ګیله من و چې ګواکې د نیمې لارې یاري یې ورسره وکړه او دوی یې د پیسي د بوتلو په څېر وکارول.

    بل لور ته، په افغانستان کې د امریکا تېرې دوې لسیزې جګړې د دغه هېواد چارواکو، پالیسي جوړوونکو، د کانګرېس غړو او نورو سیاستوالو ته تاریخي درسونه او عبرتونه درس ورکړل، چې هر یو یې ان اوس هم د افغانستان د نوم په اورېدو لړزېږي، خو ځینو یې بیا لېونۍ اوبه څښلي او داسې غیر مسوولانه څرګندونې او ویناوې کوي.

    نه اوس افغانستان د ۲۰۰۱ کال افغانستان دی، نه امریکا د هغه مهال امریکا ده، نه افغانان د هغه مهال افغانان دي او نه هم صالح او صالح خېل د هغه مهال صالح خېل دي. په نویو واقیعتونو، د افغانستان پر پیاوړتیا او د کرايي جنګیالیو پر لالهاندۍ اوس د هر چا سر خلاص دی. ښايي صالح به هم پوه شوی وي چې امریکايي کړۍ یې دا ځل بیا چېرې استعمالوي.

    نو که د افغانستان دښمنان، هغه که امریکايي دي او یا هم د امریکا کرايي جنګیالي، دا حقیقت دې په ويښو سترګو وویني او په پرانیستو غوږونو یې دې واوري، چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې د دوی هر ډول دسیسې به د تل په څېر شنډې، بې مانا او بې ګټې وي او خپله رسوا او شرمېدلې څېرې له لا پسې رسوا او وشرموي. افغانستان به مخ پر وړاندې ځي او دښمنان به یې تل لالهانده او سرګردانه وي!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله د احمد شاه مسعود په مشرۍ د قدرت جزیره!

    مربوطه لیکنې

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    17 جون 2025

    له مقاومت شوری څخه د احمد مسعود حلقې بشپړ حذف؛ شوری هڅه کوي حضرت علي هم منزوي کړي

    3 جون 2025

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 21 جون 2025

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    نیویارک ټایمز د دریو لوړپوړو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي…

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    نیویارک ټایمز: د ایران مذهبي مشر درې عالمان د خپل ځای ناستي لپاره د نوماندانو په توګه ټاکلي

    21 جون 2025

    د سوډان په دارفور او کرفان ولایتونو کې قحطۍ او جګړې د زرګونه انسانانو ژوند اخیستی

    21 جون 2025

    د اسرائیلو پخوانی لومړی وزیر ایهود باراک: له ایران سره جګړه هیڅ منطقي توجیه نه‌لري او د دغه هېواد اټومي پروګرام له‌منځه وړل نا ممکن دي

    21 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،895 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،890 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.