Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»پاکستان د کشمیر د پلورلو معامله، د افغان نجونو د تعلیم تر کنفرانس لاندې پټوي
    لیکني

    پاکستان د کشمیر د پلورلو معامله، د افغان نجونو د تعلیم تر کنفرانس لاندې پټوي

    صابر افغانصابر افغان13 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني حکومت له لورې د افغانستان د پکتیکا په برمل کې د شپې د بې ګناه ماشومانو له بمباردولو او بیرته د افغان امنیتي ځواکونو د ځوابي برید وروسته پاکستاني استخباراتو (آی ایس آی) د افغانستان اړوند د کاذبو تبليغاتو لپاره بودیجه ځانګړې کړه، چې لومړی یې د افغان خویندو د تعلیم اړوند کنفرانس دایر کړ، تر څو د افغانستان اړوند د منفي تبلیغاتو لپاره سوژه برابره کړي.

    خو تر شاه یې یواځې همدا هدف نه دی، پاکستان چې د کمر په ژۍ ولاړ دی او کابو سقوط ته ور نږدې دی، غواړي چې د ځان ساتلو لپاره هر لور ته لاسونه واچوي. پاکستاني فوځ او استخباراتو د کشمیر د خرڅولو موضوع د پټولو په خاطر کله د واخان د نیولو موضوع را پورته کوي او کله دغسې کنفرانسونه دایروي، تر څو د پاکستاني ولس فکر دېخوا را واړوي او د کشمیر د خرڅولو موضوع پټه کړي.

    ټاکل شوې نن دوشنبه د هند لومړی وزیر نریندرا مودي کشمیر ته سفر وکړي، چې همدا مهال پاکستاني لوري د یو څو کرایه شویو خلکو کنفرانس دایر کړی دی.

    ياد کنفرانس د پاکستان له لورې د افغان خویندو د تعلیم لپاره داسې مهال جوړېږي، چې پاکستان کې د سلګونه زره نجونو عزت سرعام لوټېږي او ماليه یې د پاکستان د حکومت اکونټ ته داخلېږي، جالبه یې لا دا چې له هماغو پیسو بیا د افغان خویندو د تعلیم لپاره سمینارونه دایروي.

    په یاد سمینار کې هغه خلک میلمانه کوي، چې دواړه له یوه اخور څربه کېږي، دوی د هغې مظلومې غزې په اړه چې ماشومان او ښځې پکې د بمونو په لمبو وریتېږي د جواز حکم ورکوي، کوم یې چې خلاف دي، ولې د هغوی لپاره داسې کنفرانسونه نه جوړوي؟

    پاکستان که د افغان خویندو د تعلیم له غمه رښتیا مړ وای، ولې یه یې د هغو افغان خویندو د جبري ویستلو امر کولو، چې همالته په پاکستان کې په تعلیم بوختې دي؟ ښکاره ده، چې د شیطان بنده ګان د شیطاني لارو د تطبیق لپاره هڅې او هاندونه کوي. دوی د بیت المقدس په منارو ننګ نه کوي او نه د هغې عافیه صدیقي وجود یې وجدانونه لړزوي چې د څو ډالرو په مقابل کې یې په امریکا خرڅه کړې ده.

    پاکستان دې د افغان خویندو د تعلیم کوښښ نه کوي، بلکې خپلې تعلیم یافته نجونې دې په چین، امریکا او نور هېوادونو د ډالرو لپاره نه پلوري او نه دې یې په سرعام چوکونو کې عزتونه لوټي، همدا به بسنه وکړي، چې پاکستان د خپلو تعلیم یافته نجونو ساتنه وکړي.

    مخکینۍ مقالهمحتسبینو بغلان کې اته تنه د جوارۍ په تور نیولي
    راتلونکي مقاله پاکستان دې د افغاني خویندو د تعلیم پرځای د خپلو هغه نجونو غم وکړي، چې حیاء یې سرعام لیلامېږي

    مربوطه لیکنې

    بدخشان ولې مخالفو نیابتي ډلو ته مهم دی؟

    25 اگست 2026

    پنځه کلن سفر؛ له جبهه‌ سازۍ تر زواله او راروانې راتلونکې

    24 اگست 2026

    د پلار او زوی نیابتي تسلسل؛ د مقاومت ډلې د استخباراتي اړیکو تاریخ

    23 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 28 اگست 2026

    د مشهد په غونډه کې د احمد مسعود پر رهبرۍ نیوکې؛ د جبهې د مدیریت د بدلون غوښتنې مطرح شوې

    د کره سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د ايران په مشهد ښار کې د حسیب…

    ايران کې د حسيب قوای مرکز د فاتحې مراسمو د تنظيم په اړه د مقاومت جبهې د غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوې

    28 اگست 2026

    له وژل کېدو يوه اوونۍ وړاندې د حسيب قوای مرکز او احمد مسعود ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي و

    28 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مشهد په غونډه کې د احمد مسعود پر رهبرۍ نیوکې؛ د جبهې د مدیریت د بدلون غوښتنې مطرح شوې

    28 اگست 2026

    ايران کې د حسيب قوای مرکز د فاتحې مراسمو د تنظيم په اړه د مقاومت جبهې د غړو ترمنځ شخړه رامنځته شوې

    28 اگست 2026

    له وژل کېدو يوه اوونۍ وړاندې د حسيب قوای مرکز او احمد مسعود ترمنځ جدي اختلافات رامنځته شوي و

    28 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،184 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،131 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،249 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.