روېټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي، چې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع له روسيې د بشار الاسد او هغه ته د نږدې مهمو کسانو د ورسپارلو غوښتنه کړې.
د سوریې د پخواني رژیم مشر بشار الاسد دا مهال له خپلې کورنۍ سره په روسیه کې ژوند کوي. نوموړی د سوریایي وګړو پر ډلهییزې وژنې تورن دی.