Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د عیسویت تر غلاف لاندې، د مقاومت په نوم له ارزښتونو سره د دښمنۍ نوې څپه!
    تورې څېرې

    د عیسویت تر غلاف لاندې، د مقاومت په نوم له ارزښتونو سره د دښمنۍ نوې څپه!

    صابر افغانصابر افغان30 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د اوسني سرپرست حکومت د مخالفو جبهو او ډلو ټپلو مخالفت یواځې له سرپرست حکومت سره نه دی، بلکې دوی د افغانستان د خلکو له ارزښتونو سره هم شدید مخالف دي او ټوله هڅه یې دا ده چې دا ارزښتونه وننګوي، کمزوري یې کړي او پر ځای یې نور ارزښتونه پر خلکو او راتلونکو نسلونو وتپي، د دوی هڅو، تېرې مخینې او ملاتړو ته په کتو، دا ډلې ټپلې تر ډېره په افغانستان کې د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر ځای د غربي ارزښتونو ترویج او پلي کېدو ته لومړیتوب ورکوي.

    د مخالفو جبهو او په ځانګړې توګه د مقاومت په نوم جبهې اکثریت لوړ پوړي چارواکي، د رهبري غړي، عادي غړي او پلویان په ځلونو په ټولنیزو رسنیو او نورو عامو مجالسو او ناستو کې په ښکاره توګه په لومړي قدم کې اسلامي ارزښتونه ننګوي، چې ښه او کوچنۍ بېلګه یې پر حجاب د دوی توندې نیوکې او انتقادونه دي، حجاب یو اسلامي او شرعي حکم دی، خو یادې جبهې د رهبرۍ غړي، عادي غړي او پلویان له دغه حکم سره سخت مخالف دي او ان په دې برخه کې خلک او په ځانګړې توګه ښځې هڅوي چې رعایت یې نه کړي.

    د دې جبهې د رهبرۍ، عادي غړو او ملاتړو بل مخالفت د افغانستان د خلکو له تاریخي ارزښتونو، نوامیسو، کارنامو، لاسته راوړنو، د تیري کوونکو پر وړاندې د مبارزې له شهکارونو او قربانیو سره مخالفت دی، دا مخالفه جبهه، رهبري یې، غړي او ملاتړي یې بیا بیا هم په ټولنیزو رسنیو او هم په نورو ګڼو مجالسو او ناستو کې د افغانستان تاریخي ارزښتونه مسخه کوي، ملنډې پرې وهي، ترې انکار کوي، د افغان ولس او خلکو قربانۍ له پامه غورځوي، جه‌ادي کارنامې یې نه مني یا پرې ملنډې وهي او په ښکاره توګه ګڼ داسې نور کارونه کوي، چې دغو ارزښتونو ته پکې سپکاوی له ورایه ښکاري.

    د یادې جبهې د رهبرۍ، عادي غړو او ملاتړو له خوا په افغانستان کې د مېشتو قومونو او پرګنو ترمنځ نفاق، بې باوریو، تعصبونو او بېلتونونو ته په پرله پسې توګه لمن وهل کېږي. ملي یووالی او اتحاد د افغانستان د خلکو یو محکم او مهم ارزښت دی، خو دا جبهه او ملاتړي يې هڅه کوي چې دا ارزښت کمزوری کړي، ویې ننګوي او بلاخره یې له منځه یوسي. په همدې ډول د افغانستان د خلکو لسګونه او ان سلګونه نور داسې ارزښتونه شته، چې دا جبهه له سرپرست حکومت سره د مخالفت تر نوم او بهانې لاندې له دې ټولو ارزښتونو سره خپله عقده، دښمني او مخالفت پالي.

    تر دې لا خطرناکه دا چې د دې جبهې له منځه اوس تازه په تازه د عیسویت بویونه هم راپورته شول. که څه هم دا خبره نوې ده، خو پخوا هڅه کېده چې دا خبره پټه وساتل شي. د مقاومت په نوم مخالفه جبهه په خپل تشکیل کې لویه برخه داسې کسان لري، چې یا خو پخوا او یا هم په دې وروستیو کې له اسلام څخه منکر او عیسویت ته اوښتي دي. د دوی دا کیسه اوس تر پخوا ډېره ناندریزه او رسنیزه شوې، اوس په ښکاره یو او بل ته د عیسویت، د عیسوي ارزښتونو او د مسیح د میلاد د مبارکۍ او خواخوږۍ پیغامونه لېږل کېږي، ان داسې ویل کېږي، چې دوی له مقاومت جبهې سره د کار ترڅنګ عیسویت ته د نورو خلکو د اړولو لپاره هم پراخې هڅې کوي او په بدل کې یې له اروپايي، امریکايي او نورو ګڼو کلیساوو څخه ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

    د افغانستان د خلکو له ارزښتونو سره د مقاومت په نوم د مخالفې جبهې مبارزه، مخالفت او دښمني څه نوې خبره نه ده، بلکې له ډېر پخوا راهیسې په یوه او بل نوم پالل شوې، خو د دوی په منځ کې د عیسویت دین د ریښو پراخېدل هېښوونکې او ټکان ورکوونکې خبره ده، چې ټول افغانان او د افغانستان خلک باید ورته متوجه وي، ځکه دا کسان غواړي چې په یوه او بل نوم دا ريښې ان تر افغانستانه هم راوغځوي او دلته هم خلک بې دینه کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهامریکایي پولیسو هغه کس نیولی چې د دغه هېواد د لوړ پوړو چارواکو د وژلو پلان یې درلود
    راتلونکي مقاله د امريکا امنيتي ادارو ته د ټرمپ امر: مجرم کډوال د ګوانتانامو زندان ته ولېږئ

    مربوطه لیکنې

    د احمد مسعود سمبولیکې لیدنې، بهرنی ملاتړ او په وړاندې یې ننګونې

    21 جون 2025

    د ښځو په نامه سیاست؛ مقاومت جبهه ښځو ته د غربي حقونو په نوم د امتیاز په لټه کې

    20 جون 2025

    مخالفي ډلې؛ په ایران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د موساد نوې حربه

    19 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    د افغان سرپرست حکومت په وړاندې، له تېرو څلورو کلونو راهیسې په بهر کې بېلابېلې…

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    د پاکستان له زندانونو ۶۷ تنه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي

    22 جون 2025

    ايران اسرائيلو ته په جاسوسۍ تورن مجيد مسيبي‌ اعدام کړ

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،964 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.