د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چې د روان ۱۴۰۴ه.ش کال د غبرګولي میاشتې له پیله تر پایه د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲زره او ۳۹۶ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۲۴۲ زره او ۳۵۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۶زره او ۷۶۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۲زره او ۲۶۱ ټنه او د هرات- خواف له لارې ۳۱ زره او ۱۸ مټریک ټنه انتقالات شوي.
د دغه وزارت په وینا، د انتقالاتو له ډلې ۴۸۸۹ ټنه صادرات دي چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
د ټولګټو چارو وزارت زیاتوي چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.